BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 15:10 گرينويچ 2005 ,06 نومبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د هرات يوه ځوانه شاعره ووژل شوه
" دودي گل "
د " گل دودي " تر نامه لاندې د ناديا انجمن شعري مجموعه سږکال خپره شوه
پوليس وايي ٢٥ کلنه ناديا انجمن په خپل کور کې" ووژل " شوه

د هرات د پولسو د جنايي څانگې مشر نثاراحمد پېکار بي بي سي ته وويل چې ناديا انجمن د شنبې په شپه ( دلړم ١٤مه ) دخپل مېړه له خوا د " وهلو ټکولو " نه پس د رسېدلو ټپونو وروسته مړه شوه.

پوليس وويل چې د انجمن پر بدن باندې د "سختو وهلو ټکولو " نښې ليدل کېدې .
پوليسو د ميرمن انجمن ميړه د هغې د قتل په تور نيولى دى او وايي چې په لومړنيو اختنو پوښتنو کې هغه د خپلې ښځې په وهلو ټکولو اعتراف کړى.

ناديا انجمن چې ٢٥ کلنه وه د ډيرو شاعرانو او ليکلوالو له نظره په هرات کې په شعر او غزل ويلو کې ډير مهارت درلود. ناديا انجمن په روان کال کې د " گل دودي " په نامه د خپلو شعرونو يوه مجموعه خپره کړې وه.

ناديا انجمن په ١٣٥٩ کال کې په هرات کې زيږيدلې او د ١٥ کلنۍ راهيسې ېې د شعر اوشاعري سره مينه درلوده .

د هرات يو شاعر او د ادبي ټولنې غړى فريدون آژند وايي چې د ميرمن ناديا په شعرونو کې نوې ژبه او نوى ډول احساسيده . هغه زياتوي چې " کيدايشواى ناديا په افغانستان کې د دري ژبې د شعر د راتلونکي لپاره يوه استثنا وگرځي ".

د هرات ډيرو افغانو شاعرانو د ناديا مړينه د افغانستان لپاره " يوه ادبي " فاجعه " وبلله

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت