 |  ځيني خبرونه وايي چې د اسپانوي ځواکونو دوه چورلکې په هواکې ټکر شوې | د نړيوالو سوله ساتو ځواکونو يو شمېر پوځيان نن د افغانستان په هرات ولايت کې د هغوى د چورلکې يا هيليکوپتر د لوېدو په پېښه کې ووژل شول. خبرونه وايي د ناټو په مشرۍ دغه ځواکونه د اسپانيې په هيواد پورې اړه لري او د افغانستان د پارلماني ټاکنو په درشل کې د امنيت د ټينگولو لپاره په پوځي تمريناتو بوخت وو، چې داپېښه رامنځ ته شوه. په لومړنيو خبرونو کې راغلي چې د اسپانوي ځواکونو دوه چورلکې په هواکې ټکر شوې، يوه يې ولوېده او بله يې په بيړه ني ډول کوزه شوه. د لومړنۍ چورلکې ټولې سپرلۍ وژل شوي، خو نور پنځه پوځيان ټپيان دي. د دغې پېښې ټيک علت لا روښانه نده، خو د اسپانيې د دفاع وزارت په يوه ينا کې دا يوه تصادفي پېښه بلل شوې ده. ځينوامنيتي سرچينو ويلي چې تر ټکر دمخه پر سيمه د شگو توفان رالگېدلى وو. |