|
په هرات کې بيا مظاهرې وشوې | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان په لويديځ ولايت هرات کې نن د جمعې په ورځ ( د سلواغې ٢١ د فبروري ١٠ ) تر غرمې وروسته د سني مسلمانانو له خوا مظاهرې شوې دي . پرون په هرات کې د شعيه او سني مسلمانانو تر منځ په نښتو کې لږ تر لږه پنځه کسان وژل شوي وو او په لسگونو نور پکې ټپيان وو . نن سهار په هرات کې کراري وه خو له ځايي وخت سره سم د ماپښين په دوه بجې په سلگونو مظاهره کوونکي د ښار په زړۀ او د والي دفتر ته نژدې ټول شول . مظاهره کوونکو د ځايي مسوولينو د ليرې کولو او د هغو کسانو د محاکمې غوښتنه لرله چې د دوى په وينا په پرونيو پېښو کې ښکېل وو . افغان ملي پوځ او پوليسو هوايي ډزې کولې چې مظاهره کوونکي سره خوارۀ کړي . د نړيوالو سوله ساتو سرتيرو درې گادي هم ليدل شوي دي چې د والي له دفتر سره دريدلي دي . افغان سرتيرو د والي له دفتره ليرې امنيتي کمربند جوړ کړى دى او هڅه کوي چې قهريدلي کسان د والي دفتر ته ورنه شي . تر دې وړاندې افغانستان د اوبو او برېښنا وزير اسماعيل خان چې د ولسمشر کرزي له خوا د يوۀ لوړ پوړي پلاوي په مشري هرات ته پرون ليږل شوى و په يوۀ خبري کانفرانس کې تيره شپه وويل چې دوى پلټنې کوي او لا معلومه نه ده چې په دغو خونړيو پېښو کې د چا لاس و . ښاغلي اسماعيل خان وويل په دو پېښو کې د هر څه امکان نه ردوي . د يوې پوښتنې په ځواب کې دۀ د گاونډيو هيوادونو لاس هم ممکن وبالۀ خو نور جزييات يې ورنه کړل . له کابله ورغلي د ملي پوځ په سلگونو سرتيري او ځايي امنيتي ځواکونه په واټونو گزمه کوي . تيره شپه د ماښام له ٨ بجو وروسته په هرات ښار کې گرځبنديز و . | ورسره تړلي نور خبرونه اسماعيل خان : په پېښو کې د گاونډيو لاس ممکن دى10 فبروري, 2006 | خبرونه ولسمشر کرزي هرات ته لوړ پوړى پلاوى ولېږۀ09 فبروري, 2006 | خبرونه د عاشورا په نښتو کې د هرات ٥ کسان وژل شوي09 فبروري, 2006 | خبرونه طالبان او القاعده د هرات په چاودنو کې لاس نه لري11 جنوري, 2006 | خبرونه د افغانستان په هرات کې چاودنې وشوې17 نومبر, 2005 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||