BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 09:41 گرينويچ 2006 ,10 فبروري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
اسماعيل خان : په پېښو کې د گاونډيو لاس ممکن دى
هرات
د هرات په پېښه کې لږ تر لږه ٥ کسان ووژل شول او په لسگونو نور ټپيان شو .

د افغانستان د اوبو او برېښنا وزير اسماعيل خان چې د ولسمشر کرزي له خوا د يوۀ لوړ پوړي پلاوي په مشري هرات ته پرون ليږل شوى و په يوۀ خبري کانفرانس کې تيره شپه وويل چې دوى پلټنې کوي او لا معلومه نه ده چې په دغو خونړيو پېښو کې د چا لاس و .

ښاغلي اسماعيل خان وويل په دو پېښو کې د هر څه امکان نه ردوي . د يوې پوښتنې په ځواب کې دۀ د گاونډيو هيوادونو لاس هم ممکن وبالۀ خو نور جزييات يې ورنه کړل .

د کابل دغۀ لوړ پوړي پلاوي ټينگار لارۀ چې د پېښې د اصلي دليل موندنې ته لا وخت شته دى .

په دغه پلاوي کې چې مشري يې د اوبو او برېښنا وزير او د هرات پخوانى والي اسماعيل خان کوي د ولسمشر کرزي دوه سلاکاران ښاغلى مهدي او ښاغلى سباون او د ولسي جرگې درې غړي هم شامل دي .

د ولسمشرۍ د دفتر يوۀ وياند بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته وويل چې دغه پلاوى به په هرات کې د وضعې حالت څيړي او هڅه به کوي چې د کرارۍ په راوستلو کې مرسته وکړي .

د هرات په ولايت کې د بي بي سي د خبريال په وينا نن جمعه ( د سلواغې ٢١ د فبروري ١٠ ) کراري وه .

له کابله ورغلي د ملي پوځ په سلگونو سرتيري او ځايي امنيتي ځواکونه په واټونو گزمه کوي .

تيره شپه د ماښام له ٨ بجو وروسته په هرات ښار کې گرځبنديز و .

پرون سهار په هرات کې د نښتو له امله ٥ کسان ووژل شول او ٣٠ تنه نور پکې ټپيان شول .

امنيتي ځواکونه د هغه اخ وډب د کرارولو لپاره ورغلي وو چې د شيعيه گانو او نورو مسلمانانو ترمنځ د بېځايه شويو خلکو په يوه کمپ کې وشو.

نښتې په هرات ولايت کې ظاهرا" د عاشورا د يادونې پر مهال شوې دي.

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت