|
دخوست د سه شنبې ځانمرگي ٧ ټپيان کړي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
په يوې خپرې شوې خبر پاڼې کې دوى وايي چې په بريد کې اووه امريکايي سرتيري ټپيان شوي دي .په لومړي سر کې يوازې د دوو سرتيرو د ټپي کيدو خبر ورکړل شوى و . دغه سرتيري په هغه څه ستايل شوي چې د ځانمرگي په بوختولو يې د ملکي کسانو ژوند ژغورلى دى . د خوست په ښار کې د سه شنبې له بريده لږ وروسته نړيوالو ځواکونو او افغان چارواکو يوازې د درو کسانو د ټپي کيدو خبره کوله .خو وسله والو طالبانو د ډيرې مرگ ژوبلې ادعا کوله . اوس ظاهرآ له پلټنو وروسته له بگرام څخه په خپرې شوې خبر پاڼې کې ويل شوي چې په هغۀ ځانمرگي بريد کې اووه امريکايي سرتيري ټپيان شوي دي . په افغانستان کې ورځپاڼه ليکونکي ډير کله د نړيوالو ځواکونو د مرگ ژوبلې په باب د دقيقو شميرو په موندلو کې ستونزه لري . دغه ځواکونه تر ډيرو پلټنو وروسته په ځنډ د مرگ ژوبلې شميرې خپروي . دغه کار په عام ولس کې دا گنگوسې ډيرې کړي چې گواکې دوى د خپلې مرگ ژوبلې د پټولو هڅه کوي . دا هغه تور دى چې نړيوال ځواکونه يې ردوي . د سه شنبې د پېښې په باب اوس په خپرې شوې خبر پاڼه کې د بريد نور داسې جزييات هم روښانه شوي چې په لومړي سر کې نه و . د پي ار ټي د ډلې دوو سرتيرو جېسن فېټي او جاش فيليپس چې په دغه پېښه کې ټپيان شوي د خبر پاڼې په وينا امريکايي پوځ ستايلي دي . دوى دواړه ظاهرآ ځانمرگي په نخښه کړي و . خو د ملکي کسانو د ژغورنې په نيت دغو سرتيرو ځانمرگى د مراسمو له منځه گرځولى او داسې ځاى يې ايسار کړى و چې لوى تاوان وانه وښت . د خوست والي ارسلا جمال هم له بي بي سي سره په خبرو کې د دغو امريکايي سرتيرو ميړانه ستايلې وه او ويل يې چې که د دۀ په وينا د دوى پر ځاى عمل نه واى ډيره مرگ ژوبله به پېښه شوې وه . له بگرام څخه په خپرې شوې خبرپاڼې کې د ټپي شوي امريکايي سرتيري له خولې ويل شوي چې تر وروستۍ شېبې يې هڅه دا وه چې ځانمرگى ونه وژني له ځکه يې د هغۀ په پښو پرله پسې ډزې کړې وې . | ورسره تړلي نور خبرونه د خوست ځانمرگي بريد ٣ کسه ټپيان کړل20 فبروري, 2007 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||