|
د خوست ځانمرگي بريد ٣ کسه ټپيان کړل | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
دغه ځانمرگى بريد د خوست په ملکي روغتون کې نن سهار ( د کب لومړۍ د فبروري ٢٠ ) شوى دى . د خوست ولايت والي ارسلا جمال او د پي ار ټي يا ولايتي بيا رغاونې چارواکي دغلته د يوې نوې ودانۍ د پرانيستنې لپاره ټول شوي و . د عيني شاهدانو په وينا بريد کوونکي د ډاکټرانو سپينه چپنه اغوستې وه . پر دۀ شک شوى دى او د ناټو ځواکونو پرې ډزې کړي دي . له ډزو سره جوخت ځانمرگي ځان وچووه چې د خوست د والي ارسلا جمال په وينا پکې د ناټو دوه سرتيري او د روغتون يو افغان کارکوونکى ټپيان شوي دي . د خوست والي بي بي سي ته وويل چې دۀ يو تنکى زلمى چې شايد د ١٦ يا ١٧ کلونو په عمر و وليد چې د ډاکټرانو سپينه چپنه يې اغوستې وه او غوښتل يې چې د دۀ په لور ورنژدې شي . د ناټو سرتيرو دغه زلمى ودراۀ خو دۀ يې ټوپک ته لاس واچاوۀ او د سرتيرو له خوا پر مځکه راوپرځول شو . لږ شېبه وروسته چاودنه وشوه چې بريد کوونکى پکې ځاى پر ځاى ووژل شو . په کابل کې د ناټو ويندويان يوازې دومره مني چې په خوست کې چاودنه شوې ده خو د نورو جزيياتو په باب وايي چې پلټنه يې روانه ده . دوى دا هم نه وايي چې ټپي شوي سرتيري د کوم هيواد اوسيدونکي دي . په خوست کې د پي ار ټي ډله د متحدو ايالاتو له سرتيرو جوړه ده . عيني شاهدان وايي ظاهرآ نوره مرگ ژوبله نه ده شوې البته نوې ودانې شوې ودانۍ ته يو څه تاوان اوښتى دى . د ځاني تاوان د کمېدو يو دليل دا ښوول شوى چې دستوره په ختميدو وه او ځينې خلک تللي و . بل پلو د کونړ ولايت په ناړۍ ولسوالۍ کې د امريکايي او افغان سرتيرو پر يوۀ کاروان وسله وال بريد شوى دى چې د ناټو د يوې خبرې پاڼې په وينا پکې يو امريکايي سرتيرى وژل شوى دى . په کونړ کې چارواکي وايي چې په دغه بريد کې يو افغان سرتيرى هم وژل شوى او پنځه تنه نور يې ټپيان شوي دي . | ورسره تړلي نور خبرونه په خوست کې تاوتريخوالى بيا ډير شوى دى30 جنوري, 2007 | خبرونه په خوست کې ځانمرگي بريدافغان کارگر ووژل23 جنوري, 2007 | خبرونه خوست کې نيول شوي کسان د القاعده پلويان دي؟06 نومبر, 2006 | خبرونه خوست کې دوه ځانمرگې بريدونه شوي دي06 اکتوبر, 2006 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||