BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 13:57 گرينويچ 2006 ,06 اکتوبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
خوست کې دوه ځانمرگې بريدونه شوي دي

خوست
دا دوه ځانمرگې بريدونه نن د خوست په ولايت کې شوي دي
دا بريد نن سحر د پوليسو د قوماندنۍ په دروازه کې وشو چې درې تنه يي ووژل او ٢٠ تنه يي ټپيان کړل.

زمونږ همکار کمال سعادت چې د پيښي ځائ ته ورغلى وو ، وايي چې کله د بريد سيمې ته وورسيده نو د انسان د بدن د خوښو ټوټي مو تر سترگو شوي چې تر لرې ځايه پرتى وى.

د پيښي په ځاى کې عيني شاهدانو وويل چې يو کس لومړى دروازې ته په چټکۍ سره روان وو، او کله چې پوليسو ته ور نيږدي شو نو چاودنه را منځته شوه.

د خوست د امنيت قوماندان بريد حنرال محمد ايوب د عيني شاهدانو په تعيد سره وايې چې بريد کونکي غوښتل چې ځان نظام قرول ته ورسوي، خو پدې کار کې کاميابه نه شو.

دده په خبره په بريد کې يو پوليس وژل شوي او نور تر ٢٠ پورې کسان ټپيان دي. په ټپيانو کې ٧ کسه پوليس او نور لاريوان، دوکانداران او څو پکى هغه ماشومان دي چې په ښار کې څپلى رنگوي.

بل ځانمرگى بريد د خوست د زرمت ولسوالۍ په سرحدې پوسته باندې وشو. چارواکې وايي چې يو تن د پاکستان له غلام خان څخه په تکسي موټر کې د نورو سپرليو سره يو ځائ سپورشوى وو او کله چې د افغانستان لومړې پوستي ته ورسيده ، له موټره د تلاشۍ لپاره کوز وو، او په ځان پورې تړلې بمونه يي وچاودل چې له امله يي پخپله ځان وژنکى ووژل شو او يو کس ټپي شو.

چارواکې د ډواړو ځانمرگو بريدونو پړه د هېواد پر دښمنانو اچوي خو يو تن سيد شريف چې ځان د طالبانو ځايي قوماندان بولى د بريد پړه پر غاړه اخستي ده.

دا بريدونه په داسي حال کې ترسره کيږي ، چې په دى ورستيو کې، پدې سيمه کې څانمرگې بريدونه ډير شوي دي.

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت