|
خوست کې نيول شوي کسان د القاعده پلويان دي؟ | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د اېتلافي ځواکونو له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په نيول شويو کسانو کې ديوۀ پاکستانى او يوۀ سعودي وگړي په گډون د القاعده يو پيژندل شوى غړى شامل دى . خو د خوست چارواکي وايي چې په دغو کسانو کې بهرنيان نشته او ټول ځايي افغانان دي . د دوشنبې په شپه د افغان او اېتلافي ځواکونو په گډه چاپه کې د خوست د ښار په څنډه کې د نيول شويو دغو کسانو په اړه ډير معلومات نه دي ورکړل شوي . د اېتلافي ځواکونو له لورې په خپره شوې خبرپاڼه کې د چا له نومولو پرته يوازې همدومره راغلي چې له يوه کور نه په نيول شويو دغو شپږو کسانو کې د القاعده يو پيژندل شوى غړى او پنځه نور توند لاري شامل دي . په دوى کې يو تن پاکستانى او يو تن د سعودي عربستان د تابعيت درلودونکى عرب هم ياد شوي. اعلاميه دا هم وايي چې د چاپې په مهال د نيونو له ځايه وسلې او بمونه تر لاسه شوي دي .
په کابل کې د اېتلافي ځواکونو د مطبوعاتي دفتر يوه افسر تورن مارسيلو کليرو د نيونو په تړاوو د زياتو معلوماتو د ورکړې په اړه د بي بي سي د پوښتنې په ځواب کې يوازې همدومره وويل چې دوى د دا ډول عملياتو د ځانگړتياوو له مخې د اوس لپاره تر دې زيات څه نشي ويلى . زه تاسو ته زيات جزيات نه شم درکولى . د دا ډول عملياتو خصوصيات هم همدا دا دى چې موږ يې په اړه ټولو پوښتنو ته په يوه ځاې ځواب نه وايو . البته د نن ورځې لپاره لومړني او اړين معلومات هم هغه دي چې زموږ په اعلاميه کې خپاره شوي ." خو په نيول شويو کسانو کې د بهرنيانو د شته والي په تړاوو د خوست د ځايي چارواکو څرگندونې له هغو ادعاوو سره توپير لري چې د اېتلافي ځواکونو په اعلاميه کې راغلي . د والي وياند سليم کاروان د بي بي سي د پوښتنې په ځواب کې نيول شوي کسان ټول ځايي افغانان وبلل . له دې سره سره ښاغلي کاروان پر نيول شويو کسانو له توند لارو او القاعده سره د تړاو لگيدلى تور رد نه کړ . شک يې دا وو چې د سيمې عادي وگړي د بمونو د ساتلو اړتيا نلري د معمول له مخې په افغانستان کې ميشت ايتلافي ځواکونه او ځايي چارواکي د دا ډول نيونو په تړاوو په خپلو کې د نظرونو توپير له مطبوعاتو پټوي او تل نيول شوي کسان له طالبانو او القاعده سره په تړاوو گرموي . د پردې تر شا د ځايي چارواکو لويه نيوکه دا وي چې اېتلافي ځواکونه يې له دا ډول عملياتو نه خبروي او د دوى سلا مشوره نه اخلي . خو دا لومړى ځل دى چې د خوست ځايي چارواکي ان د هغو کسانو نومونه هم ډاگيزوي چې ايتلافي ځواکونو له القاعده سره د تړاوو او توندلاري توب په تور نيولي او په دوى کې يې ځينې بهرنيان هم بللي دي . | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||