BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 10:37 گرينويچ 2007 ,30 جنوري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
په خوست کې تاوتريخوالى بيا ډير شوى دى

خوست
چارواکي وايي د خوست ولايت ستراتيژيک اهميت ته په پام سره دغه سيمه د مخالفينو له خوا په نخښه شوې ده
د ٢٠٠٧ ميلادي کال له پيل راهيسته د خوست سرحدي ولايت د خورا ډيرو او بې سارو تاوتريخواليو شاهد دى .

د وزيرستان سيمې ته ورڅيرمه په پراتۀ خوست کې ځانمرگي بريدونه ، د سړک د غاړې چاودنې ، ماينونه او مخامخ وسله والې نښتې شوي دي .

په وروستيو بريدونو کې د ډيورنډ کرښې ته نژدې د عليشرو په ولسوالۍ کې پر افغان پوليسو مخامخ بريد شوى چې د هدف پر ځاى دوه ملکي کسان وژل شوي دي .

په وژل شويو کې يوه ميرمن ده . بل پلو په گاونډۍ ولسوالۍ صبريو کې د ناټو ځواکونه پر دوو مځکنيو ماينونو ختلي چې د چارواکو په وينا زيان نه دى وراوښتى خو وسله وال طالبان دغه نظر نه مني .

د ناټو د ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ په همدغې ولسوالۍ کې نښتې هم شوي چې ډير جزييات يې نه دي روښانه شوي .

د خوست ځايي چارواکي دلته د زياتيدونکو تاوتريخواليو لامل د دې ولايت د ستراتيژيک اهميت له امله گڼي .

دوى وايي چې د خوست پرمختگ مخالفان زغملى نه شي له همدې کبله په خوست کې اوس بريدونه ډير شوي دي .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت