BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 12:38 گرينويچ 2005 ,20 اکتوبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
په خوست کې طالب ضد مظاهره وشوه

د خوست اوسيدونکي د جمعې په ورځ د يوۀ ملا پر وژنې قهريدلي دي .
د افغانستان په سويل ختيځ ولايت خوست کې په زرگونو کسانو د طالبانو د بريدونو پر ضد مظاهره وکړه چې د دغۀ سخت دريځي غورځنگ پر ضد لومړنى احتجاج بلل کيږي .

دا اعتراض د تيرې جمعې په ورځ د تڼيو په ولسوالۍ کې د يوۀ جومات د ملا د وژنې له امله وشو .

له هغه راهيسته دوه تنه نور علما هم په افغانستان کې وژل شوي دي .

مظاهره کوونکي د خوست ښار په زړۀ کې تير شول او د (( مړه دې وي ترهگري )) شعارونه يې ورکول .

په مظاهره کوونکو کې قومي مشران او د ښوونځيو گڼ شمير زده کوونکي هم وو .

ځينو (( مړه دې وي القاعده او طالبان )) شعارونه هم لرل . دوى د روان کال په ترڅ کې تر ١٠٠٠ تنو هم د ډيرو کسانو د وژنې تور پر همدغو ډلو اچوي .

په ٢٠٠١ کال کې د طالبانو د حکومت تر نسکوريدو راهيسته همدا تر ټولو خونړى کال دى .

خو بيا هم د طالبانو پر ضد په ښکاره د بد ويلو او کرکې د ښوولو څرگندونه نه وه شوې . په تيره بيا د خوست په څير ولايت کې چې طالبان پکې ډير فعاله دي .

خو په خوست او نور افغانستان کې د ديني علماو پر ضد د طالبانو بريدونو ښايي دغه نظر بدل کړى وي . يوازې په روان کال کې اته تنه ديني علما د ترهگرو په بريدونو کې وژل شوي دي .

پوښتنه دا ده چې ايا له دې مظاهرې به اوس کوم لوى څه جوړ شي که نه ؟ پر مظاهرې باندې په څار بوخت امريکايي سرتيري طبعآ همداسې څه غواړي خو په مظاهره کې د برخه والو شميره لا هم دا ښيي چې خلک له طالبانو ډار لري .

د خوست ولايت د دغې مظاهرې تنظيموونکو هيله لرله چې په لاريون کې به تر ٥٠ زرو ډير کسان برخه واخلي خو اټکلونه د څلورو يا پنځو زرو کسانو خبره کوي .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت