|
د خوست خلک : طالبانو د ولس دښمني خپله کړه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
دخوست اوسېدونکي وايي د پکتيا د پخواني والي د تدفين په مراسمو کې ځان مرگى بريد د خوست پر ولس شوي بريد گڼي. دخوست ولسي مشران وايي ډېر ژر به د لويي پکتيا د قومونو مشران د تېرې ورځي د ځان مرگي بريد په څېر دنورو بريدونودمخنيوي لپاره سره راغونډ شي . په خو ست ولايت کې قومي شورا او عادي وگړو د تيرې ورځي ځان مرگى بريد په اړه ډېر قهريدلي او وايي دوى به دخپلو ولسونو ددفاع لپاره له دولت سره مرسته وکړي . دغه بريد دپکتيا دوالي د جنازې د خښولو په مراسمو کې وشو چې گڼ کسان يې ټپيان او ووژل . ولسمشر کرزي او په افغانستان کې مېشتو اييتلافي ځواکونو دغه بريد د اسلام او انسانيت خلاف کار بللى دى . دا لومړى ځل دى چې په افغانستان کې ديو ه کس د جنازې د ښخولو په دستورې کې ځان مرگى بريد کيږي . دخوست اوسېدونکي بريد پر ولسي وگړو گڼي او وايي چې دې پېښې د ترهگرۍ څېره نوره هم خلکو ته په ډاگه کړه. د خوست د قومونود پيوستون د شورامشر غازي نوازتڼي وويل په نژدې راتلونکي کې به د سيمي قومونه او مشران پر غه ډول يوې ستونزې دبحت لپاره راټول شي . ده په ډاگه کړه چې دغې پېښې له دولت سره د خلکو ملاتړ قوي کړ . (( دټولو ولسونو ېوه غونډه به را وبلو او گډه اعلاميه به خپره کړو او پريکړه به وکړو چې دغه په لکونو ولسونه دې دخپلو خلکو ساتنه وکړي . نو موږ داپيښه په کلکه غندو او پر وړاندې ېې دريږو . ټول به له دولت سره د امنيت په ټينگولو کې مرسته کوو)) خو ست د افغانستان په ختيځ کې د ډېورنډ په پوله پروت هغه ولايت دي چې د قومونو پريکړې ته پکې ډېر درناوى کيږي او د سيمې د خلکو په وينا دهمدغو قومي پرېکړو له برکته يې امنيت تر ډېرو ولايتونو ډاډ من دي . تردې وړاندې هم په دغه ولايت کې ځان مرگي بريدونه شوي دي . چې خلک يې د اسلام دمخالفينو چاره بولي . په سيمه کې ليکوال او ژورناليست نقيب الله متنوال وايي دې برېد دترهگرۍ د غندلو پر سر دخلکو خوله او نظر يو کړ. (( هغه څوک چې پخوا د اورپکو خواخوږي وو اوس ترينه کرکه کوي او ټول خلک پرې بد وايي او دا کار دافغانيت ، اسلاميت اوپښتو خلاف کار بولي )) دخوست او پکتيا څو نورو قومې مخورو وويل چې د پکتيا دپخواني والي تدفين په مراسمو کې چاودنه داښيي چې دافغان دولت مخالفين داسلام له نوم نه ناوړه گټه پورته کوي او دعامو وگړو وژلو ته يې ملاتړلې . په خوست کې ډاکټران وايي دتېرې ورځې ځان مرگې بريد په ټپيانو کې دخوست د ولايتي شورا مشر، دملي پخلاينې دکميسيون مشر، دخوست دامنيت مشر، دگوربزو ولسوال اود څو پولېسو په گډون د ښونځېو زدکونکي اوسپين زېرې هم شامل دي . په کابل کې د ولسمشر کرزي او د اېتلافي ځواکونو لخوا هم دغه پيښه غندل شوې او دا کار يې داسلام ، افغانيت او انسانيت خلاف عمل بللى . تردې وړاندې د جهادې مشر مولوي يونس خالص او دکندهار دعالمانو دشورا دپخوانې مشر د جنازې او دوعا اخيستلو په مراسمو کې هم چاودنې شوې وې چې گڼ ملکي کسان او پولېس پکې ووژل شول . خو دالومړى ځل دى چې د مړي د تدفين په مراسمو کې ترهگر بريد کيږي. | ورسره تړلي نور خبرونه د تڼيوال په مراسمو کې ځانمرگي بريد ٦ کسه ووژل11 سپتمبر, 2006 | خبرونه د پکتيا والي په ځانمرگي بريد کې ووژل شو10 سپتمبر, 2006 | خبرونه حکيم تڼيوال يو اکادميک کس او بې سارى والي10 سپتمبر, 2006 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||