|
د تڼيوال په مراسمو کې ځانمرگي بريد ٦ کسه ووژل | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د پکتيا د والي حکيم تڼيوال د خاورو د سپارنې په مراسمو کې ځانمرگى بريد شوى چې د خوست د والي په وينا ٦ کسه يې وژلي دي . د دغو د مراسمو پر وخت د افغانستان يو شمير وزيران او لوړ پوړي چارواکي هم خوست ته تللي وو . يوۀ عيني شاهد بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته وويل په دغه ځانمرگي بريد کې درې پوليس او يو ملکي کس وژل شوى دى . خو د خوست والي ارسلا جمال بي بي سي سره په خبرو کې وويل چې په دغې پېښې کې ٦ پوليس وژل شوي او ١٦ نور کسان ټپيان شوي دي . په ټپيانو کې د خوست ولايت د امنيت امر هم شامل دى . د افغانستان د کابينې هغه غړي چې د دغو مراسمو لپاره خوست ته تللي وو اوس بيرته کابل ته ستانۀ شوي دي او روغ رمټ پاتې دي . تر دې وړاندې په کابل کې د جنازې د لمانځه پر وخت افغان ولسمشر حامد کرزي د پکتيا د والي حکيم تڼيوال مړينه د ټول افغان ولس لپاره د خپگان وړ وبلله . هغه دغه خبره د ښاغلي تڼيوال د جنازې په مراسمو کې وکړه چې نن ( دوشنبې د وږي ٢٠ د سپتمبر ١١ ) په کابل کې تر سره شوه . حکيم تڼيوال پرون غرمه د يو ځانمرگي بريد په ترڅ کې هغه مهال ووژل شو چې د خپل دفتر څخه د وتلو په حال کې وو د پکتيا د والي حکيم تڼيوال جنازه د ځانگړو پوځي مراسمو په ترڅ کې ولمانځل شوه ، په همدې حال کې د وير نغمې هم غږيدې . افغان ولسمشرحامد کرزى ، د کابينې گڼ غړي ، د ولسي او مشرانو جرگو ځيني غړي ، ليکوالو ، شاعرانو او د ښاغلي تڼيوال دوستان سره راټول وو ، وروسته يې د هغه جنازه په شوبلې بار کړه او د عيدگاه جومات په لور وخوځول شوه . ولسمشر کرزي د جنازې په مراسمو کې وويل حکيم تڼيوال په وطن مين سړى وو چې هم د عمل خاوند وو او هم يې اکاډوميکې لاسته راوړنې درلودې . د ولسمشر په وينا تڼيوال يې شخصي ملگرى وو او دى په دغه پيښه سخت خواشينى دى او دغه عمل په کلکه غندي . د جنازې د لمانځه تر ادا کولو وروسته د ښاغلي تڼيوال مړى د هغه پلرني ټاټوبي د خوست ولايت ته يوړل شو. حکيم تڼيوال په افغانستان کې لومړنى والي دى چې د طالبانو تر نسکوريدو وروسته د يو ځانمرگي بريد په ترڅ کې وژل کيږي . په هغه پېښه کې د والي دوه ساتونکي ځاى پر ځاى ووژل شول او شپږ کسه نور ټپيان شو . په ټپيان کې يوۀ تن نن ساه ورکړه . طالبانو د دغه بريد پړه په غاړه اخيستې ده . | ورسره تړلي نور خبرونه حکيم تڼيوال يو اکادميک کس او بې سارى والي10 سپتمبر, 2006 | خبرونه د پکتيا والي په ځانمرگي بريد کې ووژل شو10 سپتمبر, 2006 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||