BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 09:44 گرينويچ 2006 ,10 سپتمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د پکتيا والي په ځانمرگي بريد کې ووژل شو
پکتيا
حکيم تڼيوال په ټولنپوهنه کې له جرمني د ماسټرۍ سند ترلاسه کړى و
د افغانستان د پکتيا ولايت والي حکيم تڼيوال په يوۀ ځانمرگي بريد کې نن ( يکشنبې د وږي ١٩ د سپتمبر ١٠ ) ووژل شو .

د کورنيو چارو د وزارت وياند يوسف ستانيزي بي بي سي ته وويل چې حکيم تڼيوال هغه مهال ووژل شو چې يوۀ ځانمرگي کس له والي سره روغبړ وکړ او ځان يې وچووۀ.

پېښه د والي د دفتر دباندې د پکتيا ولايت په مرکز گرديز کې وشوه چې د والي ساتونکى او موټر چلونکى او يو ماشوم هم پکې ووژل شول .

په دغۀ بريد کې شپږ کسان ټپيان شوي هم دي . دغه شپږ سره ملکي کسان و چې والي ته يې خپل غوښتنليکونه وړاندې کول .

حکيم تڼيوال د طالبانو له نسکوريدو وروسته د خوست د والي په توگه کار کاوۀ . وروسته د افغانستان د کانونو او صنايعو د وزير پر څوکۍ ناست و . له تيرو نژدې دوو کلونو څخه ښاغلي تڼيوال د پکتيا د والي دنده ترسره کوله .

حکيم تڼيوال پخوا د کابل پوهنتون استاد و . دوى له جرمني څخه په ټولنپوهنونه کې د ماسټري سند ترلاسه کړى و .

حکيم تڼيوال په پېښور کې د افغانستان د پوهنتونونو د مهاجرو شويو استادانو د ټولنې مشري هم کړې وه .

دوى گڼ شمير مقالې ليکلې وې جې د افغانستان پر سياسي او ټولنيزو مسايلو راڅرخيدې .

حکيم تڼيوال او د دوى کورنۍ د شوروي اتحاد د يرغل پر وخت په جهاد کې عملي برخه درلوده .

د دۀ ورور د مجاهدينو قومندان و چې په ١٩٨٠ مو کلونو کې د شوروي اتحاد له پوځونو سره په جگړه کې ووژل شو .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت