|
حکيم تڼيوال يو اکادميک کس او بې سارى والي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
څو شپيته کلن حکيم تڼيوال د افغانستان د ٣٤ واليانو په کتار کې يوازينى کس و چې لوړې زدکړې يې په لويديځ کې کړې وې . د دنگې ونې ، سپينې ږيرې او برگو څڼو تڼيوال د ١٩٧٠ مو کلونو په اوږدو کې له جرمني په ټولنپوهنه کې د ماسټرۍ سند ترلاسه کړى و . هيواد ته په راستنيدو تر هغو د کابل پوهنتون د ادبياتو د څانگې د اجتماعي علومو استاد و چې د پخواني شوروي اتحاد پوځونو پر افغانستان يرغل کاوۀ . حکيم تڼيوال د پوهنتون له يو شمير نورو استادانو سره پېښور ته ولېښل . د کډوالۍ په ورځو شپو کې د پوهنتون د مهاجرو شوو استادانو په ټولنه کې بوخت شو چې وروسته وروسته يې مشر و . دۀ د افغان جهاد په پلوۍ گڼ شمير مقالې وليکلې . په پښتو ، دري ، الماني او انگليسي ژبو روان غږيدۀ او ليکنې يې کولې . د کورنۍ جگړې له پيل وروسته حکيم تڼيوال استراليا ته وليږديد . تر هغو هورې و چې د طالبانو واکمني نسکوره شوه . له راستنيدو وروسته په داسې حال کې د خوست والي وټاکل شو چې د هغۀ ولايت ليکوال او ورځپاڼه ليکونکى زاهد شاه انگار يې د انارشۍ ورځې بولي : (( نه يوازې د خوست په ښار بلکې په ټول ولايت کې بيلا بيلې ډلې ټپلې واکمنې وې . نظم نه و . خو حکيم تڼيوال دغه حالت ورک کړ . خوست يې کرار کړ . تر ټولو مهمه يې دا وه چې خوست کې يې پوهنتون جوړ کړ . )) حکيم تڼيوال د خوست له ولايته وروسته د کانو او صنايعو او د کار او اجتماعي چارو د وزير په توگه د لنډ وخت لپاره کار وکړ . خو بيرته والي وټاکل شو او د پکتيا په ولايت کې يې د ژوند تر وروستيو شېبو دنده ترسره کړه . د پکتيا او خوست اوسيدونکي وايي چې حکيم تڼيوال د جرگو او مرکو د سپين ږيرو په څير دروند چلند لارۀ او په غور يې د خلکو خبرې اوريدې . د دۀ نژدې ملگري وايي چې دى د جگړې مخالف و او بيا رغاونې ته يې ډير پام کاوۀ . ورځپاڼه ليکونکى توريالى ځاځى وايي :
(( حکيم تڼيوال د ملي فکر خاوند و . هغه په دې نظر و چې افغانان بايد پخپله خپل هيواد جوړ کړي . د نړيوالو مرسته او همکاري بايد داسې وي چې افغان فکر او نظر پکې ارزښت ولري . )) استاد سعد الدين شپون حکيم تڼيوال د گوتې غمى بولي : (( زما په گومان حکيم تڼيوال د ولس سړى و . د ځان د امنيت پرواه يې نه لرله . د نورو غوندې يې لښکرې ځان سره نه گرځولې . په واليانو کې ممتاز سړى و . يو اکادميک کس و . )) د دوى همدا ځانگړنې د ځينو په گومان د دۀ د وژنې سبب شوې . استاد نجيب منلى د حکيم تڼيوال او د هغۀ د ځينو نورو وژل شويو ملگرو وژنه سره ورته بولي : (( په پېښور کې د استاد تڼيوال نژدې ملگري پوهاند بهاالدين مجروح ، عبدالحکيم کټوازى او عزيز الرحمن الفت و . هغوى درې سره د علم خاوندان و ، په همدې جرم په پېښور کې ووژل شول . خو استاد تڼيوال يې په گرديز کې وموند . )) | ورسره تړلي نور خبرونه د پکتيا والي په ځانمرگي بريد کې ووژل شو10 سپتمبر, 2006 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||