|
په خوست کې ځانمرگي بريد پوليس وواژۀ | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د وزيرستان په پوله پروت د افغانستان د خوست ولايت مرکز يو وار بيا ځانمرگي بريد وخوځاوۀ . د خوست والي ارسلا جمال بي بي سي ته وويل بريد کوونکي هڅه کوله چې د پوليسو يوۀ ماموريت ته ننوځي خو د ساتونکو له خوا وگرځول شو . په دغه چاودنه کې د چارواکو په وينا يوازې يو پوليس وژل شوى دى او يو بل تن ټپي شوى دى . وژل شوى پوليس څو ويشت کلن عارف الله نوميدۀ چې ايله اووه ورځې وړاندې د پوليس په ځواک کې په کار گمارل شوى و . شپږ ورځې وړاندې هم په خوست کې هغه مهال ځانمرگى بريد وشو چې بريد کوونکي د ډاکټرانو په جامۀ کې د يوۀ روغتون د يوې ودانۍ د پرانيستلو پر وخت چاودنه وکړه . په هغه پېښه کې اووه تنه نړيوال سرتيري او د روغتون يو افغان کارکوونکى ټپيان شوي و . څه موده وړاندې چارواکو بي بي سي ته ويلي و چې د خوست ولايت ستراتيژيک اهميت ته په پام سره د دوى په وينا ترهگرو دغه ولايت په نخښه کړى دى . له کندهار او هلمند سره جوخت خوست هغه ولايت دى چې د چارواکو په وينا پکې ترهگر بريدونه ډير کيږي . خوست د وزيرستان له قبايلي سيمې سره نژدې پروت دى . دغلته تير کال پاکستاني حکومت له ځايي طالبانو سره د جوړ جاړي تړون لاسليک کړى و چې په نړيواله کچه يې غندنه وشوه . | ورسره تړلي نور خبرونه دخوست د سه شنبې ځانمرگي ٧ ټپيان کړي23 فبروري, 2007 | خبرونه د خوست ځانمرگي بريد ٣ کسه ټپيان کړل20 فبروري, 2007 | خبرونه په خوست کې تاوتريخوالى بيا ډير شوى دى30 جنوري, 2007 | خبرونه په خوست کې ځانمرگي بريدافغان کارگر ووژل23 جنوري, 2007 | خبرونه خوست کې نيول شوي کسان د القاعده پلويان دي؟06 نومبر, 2006 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||