BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 13:46 گرينويچ 2006 ,23 مۍ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
کرزي د بمبارۍ سپيناوي ته ايتلافي قومندان ورغوښتى

کرزى
ولسمشر حامد کرزي د بمبارۍ د پلټنې امر ورکړ او له ولسه يې وغوښتل چې د دۀ په وينا ترهگرو ته پناه ورنه کړي .
ولسمشر حامد کرزى وايي په افغانستان کې به د ايتلافي ځواکونو قومندان ورغواړي چې په کندهار کې د پرونۍ بمبارۍ په باب پوښتنې ترې وکړي .

ښاغلي کرزي په يوۀ خپارۀ کړي بيان کې د کندهار د پرونۍ بمبارۍ په باب د څيړنې او پلټنې امر هم کړى دى .

په هغې بمبارۍ کې اوس ايتلافي ځواکونو منلې چې لږ تر لږه ١٦ ملکي کسان هم وژل شوي دي .

د افغانستان د ولسمشرۍ له دفتره په خپارۀ شوي يوۀ بيان کې د کندهار د پنجوايي ولسوالۍ پر پرونۍ بمبارۍ ل اندېښنه ښول شوې ده .

ولسمشر کرزى چې د متحدو عربي اماراتو په سفر بوخت دى په خپلو څرگندونو کې د دوى په وينا د ترهگرو دا عمل هم غندي چې له استوگنځايونو او ملکي خلکو څخه د دفاعي ډال کار اخلي .

ولسمشر کرزي دا هم ويلي چې د نړيوالو ايتلافي ځواکونو قومندان به وربولي چې د دغې بمبارۍ سپيناوى ورته کړي .

د کندهار د پنجوايي ولسوالۍ پرونۍ بمباري د دوو اوونيو تر سختو جگړو وروسته وشوه .

په تيرو دوو اوونيو کې د ځايي چارواکو په وينا د افغان پوځ او ايتلافي ځواکونو له خوا په پلان شويو عملياتو کې په سلگونو وسله وال طالبان وژل شوي دي .

د بمبارۍ په سيمه کې هم د ايتلافي ځواکونو او ځايي خلکو په وينا طالبان ټول شوي وو . په بمبارۍ کې ټپي شويو کسانو بي بي سي ته وويل چې د دوى کورونو ته طالبان په زور ورغلل او دايتلافي ځواکونو پر الوتکو يې ډزې وکړې .

په کندهار کې د ايتلافي ځواکونو يوۀ وياند بي بي سي سره په خبرو کې ومنله چې په دغو بمباريو کې ١٦ ملکي کسان وژل شوي دي .

دا هغه شميره ده چې پرون د کندهار والي هم يادوله . خو ځايي خلک ملکي کسانو ته وراوښتې مرگ ژوبله تر دې ډيره بولي .

ولسمشر کرزي په خپلو څرگندونو کې پر خلکو غږ کړى دى چې د دۀ په وينا ترهگرو ته په خپلو کورونو کې اجازه ورنه کړي. افغان مشر د بمبارۍ د پلټنې امر هم کړى دى .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت