|
د کندهار چاودنو او بمبارۍ ١٤ کسان وژلي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
تر پروني ځانمرګي بريد وروسته نن بيا كندهار د دوو پرله پسې بمي چاودنو او بمباريو شاهد وو. د كندهار هوايي ډګر ته څېرمه د خوشآب دكلي پر خامه سړك نن ( چارشنبې د وږي ١ د اگست ٢٣ ) سهار وختي دوې پرله پسې چاودنې وشوې چې وركې د يوماشوم په ګډون درې ملكي وګړي ووژل شول او يو بل سخت ژوبل شو. سيمه ييز خلك وايي چې لا له وړاندې د ځينو ليكل شويو پاڼو په وسيله د طالبانو له لوري دوى ته خبر وركړل شوى وو چې د خوشآب پرسړك دې تګ راتګ نه كوي ځكه د دغو خلكو په وينا پر دغه لاره نړيوال ځواكونه تګ ــ راتګ كوي او ګواكې طالبان به بمونه ورته ښخ كړي . تر دغو دوو بمي چاودنو يوازې يوه ورځ وړاندې دكندهار ښار په شمال كې پر نړيوالو ځواكونو يو ځانمرګى بريد وشو، په دغه ځانمرګي بريد كې د ناټو د پوځ په وينا د آيساف څلور سرتيري سخت ټپيان شول چې يو يې تيرماښام مړ شوى دى . ځانمرګي بريد يو ملكي كس وواژۀ او يو بل يې ټپي كړ ، نېژدې يوه مياشت وړاندې د ناټو ځواك په رسمي توګه د سويل لويديځو ولايتونو د قوماندې چارې ترلاسه كړې چې تر دا مهاله يې په بيلابيلو پېښو كې د ١٠ پوځيانو وژنه تاييد شوې ده. نن په يوې جلا پرختيا کې د ناټو د ځواکونو له خوا د بمباري خبر ورکړل شوى چې د كندهار په جنګ ځپلې ولسوالي پنجوايي كې يې ١١ كسان وژلي دي . وژل شوي كسان ځينې سيمه ييز اوسيدونكي د انګورو د باغونو هغه كاريګران بولي چې تيره شپه يې له باغونو څخه انګور پريكول او د ناټو د ځواكونو هوايي بريد پرې وشو . دغه كسان د پنجوايي ولسوالۍ د پاشمول په سيمه كې تېرماښام بمبار شوي دي . خو د كندهار په هوايي ډګر كې د ناټو د ځواكونو پوځي وياند جګړن اينس په بمبارۍ كې وژل شوي ١١واړه كسان وسلوال طالبان بولي او وايي چې په دغه سيمه كې د غلچكي بريد په موخه راغونډ شوي وو. بل لور ته طالبان وايي چې په وژل شويو كسانو كې د دوى يو کس هم نشته . | ورسره تړلي نور خبرونه ځانمرگي بريد کندهار کې يو ملکي کس وواژۀ22 اگست, 2006 | خبرونه چارواکو د طالبانو مړي سپين ږيرو ته وسپارل21 اگست, 2006 | خبرونه کندهار کې څه د پاسه ٧٠ طالبان وژل شوي20 اگست, 2006 | خبرونه والي: پاکستان عادي افغانان راسپارلي18 اگست, 2006 | خبرونه کندهار او ارزگان کې ځانمرگي بريدونه شوي17 اگست, 2006 | خبرونه ٦ کانادايي سرتيري په کندهار کې ټپيان شوي17 اگست, 2006 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||