BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 06:01 گرينويچ 2006 ,22 مۍ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د کندهار په بمباريو کې په لسگونوکسان وژل شوي

الوتکې
ځايي خلکو ويلي چې د بمبارۍ په سيمه کې طالبانو پر الوتکو ډزې کولې
د نړيوالو ايتلافي ځواکونو يوۀ وياند بي بي سي ته وويل چې دغه بمبارۍ د هغو پلان شويو عملياتو د يوې برخې په ترڅ کې شوي دي چې د طالبانو د ختمولو په نيت يې پيل کړي دي .

د سکاټلينډي په نامۀ دغه وياند وويل د دوى د رپوټونو ترمخه ٥٠ طالبان په بمباريو کې وژل شوي دي .

دۀ د ځايي خلکو د وژنې په باب بې خبري وښووله . ځايي خلکو دا منلې چې په دغه سيمه کې طالبان وو او هغوى پر ايتلافي ځواکونو ډزې کولې .

بمبارۍ د پنجواي ولسوالۍ په تالقان كلي باندي ترسره شوې ده ، د دغو بمباريو دقيقه مرګ ژوبله لاتردامهاله نه ده روښانه خو سيمه ييز وګړي وايي چې په بمباريو كې ځايي اوسيدونكو ته پراخه مرګ ژوبله وراوښتې ده.

د پنجوايي په پايند كلا سيمه كې پردروكورونو باندې بمونه لويدلي دي چې دسيمه ييزو وګړو په وينا مرګ ژوبله يې خورا ډيره ده.

 ( زموږ د كور له بامه څخه طالبانو پرالوتكو او دولتي عسكرو باندي ډزې كولې ، بيا نو عسكرو زموږ كور هم رابمباري كړ ))
١٢ کلن داد محمد

په دغو كورونو كې يو د حاجي عطا محمد كور هم وران شوى چې دده په خبره دكاله ٢٧كسان يې چې ډيره برخه يي ښځي او ماشومان دي وژل شوي او ټپيان شوي دي .

٦٠كلن حاجي عطا محمد د كندهار په ميرويس روغتون كي بي بي سي ته وويل چې د كلي په بيلابيلو برخو كې ملكي وګړي زيانمن شوي دي، دده د كورنۍ يو شمير ټپيان چې ښځي او ماشومان هم پكې وه ميرويس روغتون ته راوړل شوي وه.

١٢ كلن دادمحمد يو له هغو كورنيو څخه وو چې دده په خبره د نن سهار په بمباريو كې يې د كورنۍ ټول غړي وژل شوي وو ، ده په داسې حال كې چې سترګې يې له ژړا ډكې او په ميرويس روغتون كې يې د خپلې كورنۍ غړي لټول بي بي سي ته وويل:

( زموږ د كور له بامه څخه طالبانو پرالوتكو او دولتي عسكرو باندي ډزې كولې ، بيا نو عسكرو زموږ كور هم رابمباري كړ ))

په كندهار كې د ميرويس روغتون مشر قيوم پخلا بي بي سي ته وويل چې تردامهاله يې نهه ټپيان روغتون ته راوړي دي چې ٢ ميرمنې ، ٣ ماشومان ٤ نارينه دي.

د ښاغلي پخلا خبره ده چې په روغتون كې بيړنى حالت اعلان كړى دى . د روغتون ريس وايي چې دده د خبر له مخې د پنجوايي ولسوالۍ د بمباريو د ټپيانو شميره خورا لوړه ده.

عيني شاهدان وايي چې په ننيو بمباريو كې طالبانو ته هم زوروره مرګ ژوبله وراوښتې ده خو تردامهاله لا طالبانو او افغان چارواكو دپنجوايي ولسو الۍ د وروستيو بمباريو په اړوند څه نه دي ويلي.

له بي بي سي سره په خبرو کې ټپي شويو کسانو ويل طالبان په زور کورونو ته ورننوځي که څوک ځاى ورنه کړي د دوى په وينا يې حلالوي .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت