|
په پوځي عملياتو کې د ملکي تلفاتو په اړه انديښنې | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د ناتو په هوايې بمباريو او ډزو کې ملکي وگړو ته دادعا شويو پرله پسي مرگ ژوبلو د اوښتو له کبله ، پر دغو ځواکونو نيو کو زور اخيستى . د افغان پوځ يو شمير چارواکي دا دناتو ځواکونو د هغو تيروتنو پايله بولي چې ددوى په وينا د ناسمو راپورنو له مخې د استو گنو پر کورونو بمبارۍ کوي . د هوايې ځواکونو يو شمير کارپوهان ملکي خلکو ته د مرگ ژوبلې د اوړېدو يو دليل په دې کې هم ويني چې دناتو ځواکونه د افغانستان له اراضۍ سره سمه بلدتيا نلري . د ناتو ځواکونو په هوايې بمباريو کې ملکي وگړو ته د مرگ ژوبلې د اوړېدو د پيښو د بيا بيا پيښيدو بيلا بيل لاملونه ښودل کيږي . ډيرى يې لامل داگڼي چې گواکې له افغان پوځي چارواکو سره له همغږۍ پرته د ناتو ځواکونه عمليات او هوايي بمبارۍ کوي . خو د افغانستان ددفاع وزارت ځينې چارواکي لکه د افغانستان د هوايي ځواکونو قوماندان پيلوټ جنرال عبدا لوهاب وايې دا ځکه پيښيږي چې ددوى په وينا د ناتو ځواکونه د خپلو سيمه ييزو رپوټچيانو د ناسمو راپورونو له مخې په عملياتو لاس پورې کوي . د هوايي او هوايي مدافعې د قواوو درستيزوال جنرال محمد برات پيلوټ بيا ددې يو لامل دا گڼي چې دده په وينا دناتو ځواکونو پيلو ټان د افغانستان له اراضۍ سره سمه بلدتيا نلري او د دندو د ترسره کولو پر مها ل کله ناکله ورته گران وي چې د ا ستوگنې دکورونو او مخالفانو دمورچو تر منځ سم توپير وکړي . پر دې سر بيره ، ښاغلى برات پر دې هم ټينگار کوي چې د هدفونو د ويشتلو پر مهال بايد له داسې وسلو څخه کارو اخيستل شي چې د ځانگړو هدفونو لپاره په کاروي . د ناتو ځواکونه تر ډيره دغه انگيرنې سمې نه بولي . ددغو قواوو وياند لوک کينيتيک ددوى په عملياتو کې ملکي وگړو ته د زيانونو د رسيدو پړه ، پر وسله والو طالبانو اچوي چې دده په وينا د استوگني په سيمو کې مورچې نيسي . "زه فکر کوم چې له ياغيانو څخه بايد دا پوښتنه وشي چې ولي د ډال په توگه دملکي وگړو څخه کار اخلي . اورپکي بايد په دې پوه شي چې خلک جگړه نه غواړي . خلک بيا رغونه او نور داسې شيان غواړي چې ژوند يې پرې ښه شي ." خو پر طالبانو ددې ټولو د پړې په اچولو سره د ځينو په وينا ناتو نشي کولى چې ملکي وگړو ته د مرگ ژوبلې د اړولو په تړاو د افغانانو او د بشري حقونو د سازمانونو دنيوکو له باره خپلې اوږې سپکې کړي . دغو سازمانونو دداسې يوې جرگگۍ د جوړولو غوښتنه کړي چې په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو د سرغړونو ارزونه وکړي . خو د ډير و په اند دا يوه داسې پرېکړه نده چې يو پوخ حقوقي ضمانت ولري چې تر مخه يې د بشري حقونو سرغړونکي او ملکي وگړو ته د مرگې ژوبلې اړونکې محاکمې ته راوکاږل شي . | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||