|
ايساف : د ملکي خلکو د وژنې پړه پر طالبانو ده | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
دايساف ملکي وياند نيکولس لونت دناتو په ډزو کې ملکي وگړو ته دمرگ ژوبلې د اوښتو په تړاو د بشري حقونو د څار د نيويارک ميشتې ټولنې دنيو کو په ځواب کې دغه خبره وکړه . د ناتو وياند پر دغې ټولنې غږ وکړ چې پر طالبانو نيوکه وکړي چې دده وينا په گڼ ميشو سيمو کې په بريدونو او د خلکو په کورنو کې په پټيدو سره ، عادي افغاناتو ته مرگ ژوبله اړوي . د ننگرهار ، کاپيسا او غزني په ولايتونو کې دناتو په ډزو کې د يو شمير عامو افغانانو د وژل کيدو له پيښو وروسته ، د بشري حقونو دغې ټولنې په افغانستان کې ميشتو نړيوالو ځواکونو باندي نيوکه کړې ده . پرله پسي څو ورځې د ننگرهار ، کاپيسا ، کندهار ، غزني او هلمند په ولايتونو کې دامريکا او ناتو پوځيانو په ډزو کې عامو افغانانو ته مرگ ژوبلې ، افغانستان دننه او بهر پر دوى د بشري حقونو د خوندې کونکو ټولنو او خلکو د سختو نيوکو سبب شوى . په ولسي جرگې کې د ننگرهار استازو د هغه څه له کبله چې دو يې د ناتو او افغان حکومت بي غوري وبلله ، د احتجاج په توگه د جرگې له غونډې ووتل . په ولسي جرگې کې دننگرهار د خلکو استازى هاشم فولاد . ولسمشر حامدکرزي هم ملکي وگړو ته د مرگې ژوبلې پيښې غندلي او له نړيوالو ځواکونو څخه يې د اړينو گامونو د اوچتولو غوښتنه کړې . دناتو ځواکونو ملکي وياند نيکولس لونت ملکي وگړو ته د مرگ ژوبلې د اوړيدو د مخنيوي په موخه د تير په څير له افغان لوري سره د خپلو عملياتو او پوځي گزمو د همغاړي کولو خبره وکړه . خو ترڅنگ يې طالبان پړه وبلل چې دده په وينا د گڼه گوڼي سيمو کې د ځانمرگو بريدونو په ترسر ه کولو سره او د خلکو په کورونو کې په پټيدو سره ، عامو افغاناتو ته مرگ ژوبله پيښوي . " ايساف او د امريکا پوځ څه چې يې وس کې دي کوي چې ملکي وگړو ته دمرگ ژوبلې مخنيوى وشي . خو ارزونې ښيي چې د ځانمرگو بريدونو په گډون اورپکي له داسي تکتيکونو څخه کار اخلي چې ملکي وگړو ته په کې مرگ ژوبله پيښه شي . " د ناتو ځواکونو وياند ددوى په ډزو کې ملکي وگړو ته د مرگ ژوبلې د اوښتو د ورستيو پيښو په اړه د پلټنو هرکلى وکړ . خو ښاغلى لونت د بشري حقونو د څار پر ټولنې غږ وکړ چې ددوى په شان دې وسله وال طالبان وغندي چې په بريدونو کې يې عامو افغاناتو ته زيان اوړي . د بشري حقونو د څار ټولنې پر ناتو او امريکايې ځواکونو سخته نيوکه کړې چې وايې د خپلو عملياتو په ترڅ د ملکي وگړو د خونديتوب خيال نه ساتي . تير يوه کال کې افغانستان کې شاوخوا زر تنه ملکي وگړي وژل شوي چې د بشري حقونو د څار ټولنه وايې د وسله والو طالبانو سربيره ، پر يوې برخې يې نړيوال ځواکونه هم پړه دي . | ورسره تړلي نور خبرونه امر الله صالح : امنيت به راتلونکى کال ښه وي06 مارچ, 2007 | خبرونه ناټو : په هلمند کې مو پراخ عمليات پيل کړي06 مارچ, 2007 | خبرونه آيساف : د موسى کلا بيرته نيولو ته چمتو يو07 فبروري, 2007 | خبرونه ناټو د بشري حقونو د څار ټولنې رپوټ رد کړ01 فبروري, 2007 | خبرونه ايساف : د کابل په چاودنو کې د طالبانو لاس يقيني نه دى06 جولاى, 2006 | خبرونه ايتلاف : د طالبانو برى ناشونى دى21 جون, 2006 | خبرونه افغانستان کې د ناتو برتانوي قوماندان سره مرکه 02 مۍ, 2006 | خبرونه ايساف: د مظاهرو پر وخت مو اړتيا پېښه نه شوه31 مۍ, 2006 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||