BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 12:52 گرينويچ 2007 ,06 مارچ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
امر الله صالح : امنيت به راتلونکى کال ښه وي

افغانستان
د ٢٠٠٦ کال په ترڅ کې نژدې ٤٠٠٠ کسان په افغانستان کې د تاوتريخواليو له امله ووژل شول چې يوه لويه برخه يې د ملکي خلکو وه
دافغانستان دملي امنيت د ادارې مشروايي په نوى کال کې به د تېر کال په پرتله امنيت ښه وي .
د ولسي جرگې د کورني امنيت جرگگۍ ته دملي امنيت مشر امرالله صالح د خبرېالانو په وړاندې د نورو جزيياتو له ورکړي پرته وويل چې دافغان دولت مخالفين د تير کال په پرتله د بريدونو وړتېا نه لري .

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د ميشتو بهرنيو ځواکونو قومندانانو په نوي کال کې د بريدونو د ډېرېدو خبرې کړي دي .

له تېرو څو مياشتو راهيسې داسې ويل کيږي چې ١٣٨٦ کال به دافغان حکومت او ددوى د مخالفينو لپاره ټاکونکى کال وي .

د مخالفينو د بريدونو د ډېرېدو او ددغو بريدونو دمخنيوي لپاره بهرني او افغان امنيتي ځواکونه د خپلو تېاريو خبري کوي .

خو په لومړي ځل دافغانستان د ملي امنيت دادارې مشر امرالله صالح وويل چې د ور رسېدلو رپوټونو پر بنسټ به په نوى کال کې امنيتي وضيعت د تېر کال په پرتله ښه وي . ښاغلي صالح د بېلگې په توگه د تېرې مياشتې يادونه وکړه چې د څو مياشتې د مخه په پرتله دده په وينا د برېدونوشمېر پکې کم وو.

(( زه ٨٦ کال د هغو دليلو نو له مخې چې نه غواړم خبري رسنۍ پرې خبرې شي د تېر کال په پرتله نسبتا ښه بولم . هغه منابع چې ورته لاس رسى لري ، له هغو پريکړو اوتصميمونو څخه ېې چې موږ خبريو چې دوى څه غواړي ، او هغه ترتېبات چې دولت ېې د امنيت د ښه والي لپاره لري ويلى شم چې نو د بريدونو او تاوترېخوالي کچه به په ٨٦ کال کې کمه وي . خپلو تېارېوته په کتو ، پردښمن د موجودو فشارونو چې په اړه ېې موږمعلومات لرو ويلى شم چې د تېر کال په پرتله به حالات په مراتبو سره ښه وي .))

نوموړي ددغو ادعاو او خپلو درلودونکو پلانونو نور جزئېات له خبريالانو پرته دکورني امنيت د جرگگۍ غړوته ورکړل . خو د خبريالانو په وړاندې يي داسې يادونه وکړه چې د هلمند پرته به دافغانستان ځېنو نورو سيمو ته هم په روان کال کې دافغان دولت مخالفين پام وکړي . خو د خپلو شته پلانونو او معلوماتو په درلودسره ېې ډاډ ښکاره کړ چې اورپکي به د ستونزو د راټوکولو وخت پيدا نه کړي .

ښاغلى صالح وويل دامريکي او پاکستان سره د استخباراتي معلوماتو شريکولو ښې پايلې درلودې . ده همدارنگه په تېر کال کې د لسگونو داسې کسانو دنيولو خبرهم ورکړ چې د ترهگرو برېدونو لپاره افغانستان ته را دننه شوي وو.

دافغانستان دملي امنيت دادارې مشر پر داسې مهال په نوي کال کې د بريدونو دکمېدوڅرگندونې کوي چې د سويلي ولايت هلمند ٤ ولسوالى عملا د طالبانو په ولکه کې دي او خبرونه وايي چې د سويل لويديځو ولايتونو ځينې نورې سېمې هم مخالفين گواښي .

تېرکال دافغانستان سويلي ولايتونود پراخو ځان مرگوبريدونو اوبريدونو شاهد وو چې په سلگونو کسانو پکې ووژل شو.

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت