|
پارلمان: په امنيتي وضع خبرې وشوې | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان د ولسي جرگې د دوهم پړاو غونډې له درې ورځني ځنډ وروسته پيل شوې . د دغې جرگې په لومړى رسمي غونډه کې امنيتي انديښنې تر نورو ټولو موضوع گانو د سر خبره وه . ټولو استازيو په يوه خوله په هيواد کې د امنيتي ترينگلې وضعې په اړه خپلې انديښنې څرگندې کړې . په دې اړه وويل شول چې د راتلونکې اونۍ د پيل په غونډه کې به امنيتي چارواکي ولسي جرگې ته بلل کيږي او د امنيتي ملي ستراتيژۍ په اړه به پريکړه کوي . همدارنگه ولسي جرگې د يوې اعلاميې په خپرولو د لبنان او فلسطين د خلکو ملاتړ وکړ او د اسرائيلو پوځي بريدونه يې په کلکه وغندل . کله چې په رسمي ډول د غونډې پرانيسته وشوه د ولسي جرگې گڼو غړو چې تازه تازه د دوبنيو رخصتيو نه راگرځيدلي وو . په بيلابيلو ولايتونو کې يې امنيتي ترينگلې وضعه وارزوله او پدې اړه يې خپلې انديښنې په ډاگه کړې . د ولسي جرگې مشر يونس قانوني په دې اړه وويل چې د راتلونکې اونۍ په پيل کې به د دفاع او کورنيو چارو وزارتونو او د ملي امنيت مشر غونډې ته راځي او د امنيتي ملي ستراتيژۍ په اړه به خپلې تگلارې ډاگيزه کړي . همدارنگه د ولسي جرگې د نړيوالو اړيکو د کميسيون د هغې اعلاميې يادونه هم وشوه چې په هغې کې د فلسطين او لبنان خلکو سره خواخوږي څرگنده شوې او د اسرائيلي پوځونو بريدونه چې دوى تيرى باله په کلکه غندل شوى دى د ولسي جرگې يو شميرغړو په هلمند کې د افغانستان بيرغ د سوځونې غندنه هم وکړه
ښاغي قانوني ډاډ څرگند کړ چې د ولسي جرگې په دغه پړاو کې به د تيرې دورې پاتې چارې په لومړي گام کې تر سره کړي ، هغه په دې برخه کې د پنځو وزيرانو او سترې محکمې د پاتې غړو د برخه ليک معلومول ، د ځينو لويو رياستونو د صلاحيتونوارزول او د تقنيني فرمانونو او قانونونو څيړنه په گوته کړه . وروسته د کونړ ، ننگرهار ، نورستان ، سرپل ، غزني ، بادغيس او دايکندي ولايتونو استازيو جرگې ته د هغو ولايتونو په ستونزو رڼا واچوله ، د يو شمير وکيلانو په وينا د افغانستان په ټولو ولايتونو کې ستونزې يو بل ته ورته او شريکې دي . هغوى په هغې اجندا نيوکې وکړې چې وړاندې د ١٨ گونو جرگه گيو د مشرانو په سلا مشورو جوړه شوې ده ،د دغو استازيو استدلال دا وو چې د هر ولايت د استازيو ستونزې دې ځانگړو کميسيونونو ته وسپارل شي چې د ارزونې وروسته يې د غوڅولو لارې چارې په گوته شي . د ولسي جرگې په ننۍ غونډه کې د جرگې مشر د جرگې د پيل نه لږ وروسته ووت ، او نور جهادي شخصيتونه لکه د جميعت اسلامي مشر استاد برهان الدين رباني ، د اتحاد اسلامي مشر عبدالرب رسول سياف او د وحدت گوند مشر محمد محقق په غونډه کې نه وو او داسې گونگوسې هم تر غوږ کيدې چې دغه کسان افغان ولسمشر د پنځو تنو وزيرانو په سر د سلا مشورو لپاره وربللي . | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||