|
د امنيت د ښه کو لو په موخه يوه نوي طرحه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
دافغانستان د ولسي جرگې ددفاع او کورني امنيت کميسيونو نود هېواد په کچه دامنيت دښه کو لوپه موخه يوه نوي طرحه وړاندې کړې ده . .په طرحې کې دنا امنيو کورني او بهرني لاملونه په گوته شوي دي . په دې کې پاکستان ته د پړې د گوتې په نيولو سربېره دافغانستان د ملي پوځ او پوليسو د پراختيا او غښتلتيا وړاندېز هم مخې ته شوي دي. د افغانستان د امنيت په اړه دغه ٨ مخيز ه طرحه چې دولسي جرگې عمومي غونډې ته وړاندې شوه غټه برخه يې د پاکستان په لاس وهنې راټوله وه . په دغې وړاندې شوې امنيتي طرحې کې څو ځايه د پاکستان څخه يادونه شوي او ويل شوي چې پاکستان خپل امنيت گواکې دافغانستان په نا امنۍ کې گوري . دولسي جرگې ددفاع او ارضي تماميت د کميسيون مشر نورالق علومي چې د جرگې گډونواولو ته يې دغه پيشنهاد شوې طرحه وړاندې کوله د بهرنيو چارو له وزارت نه وغوښتل چې دافغانستان په چارو کې دې د پاکستان د لاس وهنې په اړه نړيوالو ته ټول اسناد وړاندې کړي دولسي جرگې په دغه وړاندې شوې امنيتي طرحه کې له نړيوالو هم غوښتل شوي چې پر پاکستان دې زور واچوي چې په خپل هيواد کې د طالبانو او ترهگرو اډې ختمې کړي . خو پاکستان دا نه مني چې گواکې د طالبانو او ترهگرو اډې په هغه هېواد کې دي . پاکستان په وار وار دافغانستان په چارو کې د لاس وهنې تورونه رد کړي دي . دغه امنيتي طرحه چې ولسي جرگه به يې په څو ورځو کې افغان حکومت ته وړاندې کړې د امنيتي ځواکونو شمېرې او داصلاحاتوبهېراو دملي دفاع ستراتيژۍ ته له سره کتنه غواړي . دا دول طرحه داداري فساد او قاچاق پر ضد دمبارزد چټکوالي ، د بيا رغاونې او اقتصاد متوازنه پراختيا اود اوږد مهالي امنيتي پلان دجوړولو وړاندېزهم کوي . دامنيت دښه والي په دغه پيشنها د شوې طرحه کې له نړيوالو ځواکونو غوښتل شوي چې دخپلو عملياتو ټول پلان او معلومات دې له افغان امنيتي ځواکونو سره شريک کړي او دخلکو دودونه دې په پام کې ونيسي .په دغه وړاندې شوي طرحه کې دافغانستان دنا امنۍ لاملونه هم په گوته شوي دي . دافغانستان د امنيت د ښه کېدو په اړه دغه وړاندېز په ولسي جرگې کې ددفاع او کورنيو چارو دوزيرانو او دملي امنيت د ريس د رپوټونو تر اوريدو وروسته برابر شوي . دولسي جرگې ددفاع د کميسون مشر ډاډ وښود چې که دغو مسايلو ته افغان حکومت او نړيواله ټولنه پام ونه کړي امنيت به لاپسې خراب شي . | ورسره تړلي نور خبرونه د افغانستان پارلمان ځانگړې پاڼه27 جولاى, 2006 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||