BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت:
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
افغانستان کې بيا مرگ ژوبله شوې

د سپارلو مراسم
تيره اوونۍ ناټو ځواکونو په افغانستان کې ختيځ د امنيت ولکه په خپل لاس کې واخيسته
په افغانستان کې د ديورنډ کرښې ته په ورڅيرمه پرتو پنځوو بيلابيلو ولايتونو کې د بمي بريدونو او تاوتريخوالي د پيښو په ترڅ کې لږ تر لږه پنځه تنه وژل شوي او نور ٢١ تنه ژوبل شوي دي .

دغه بريدونه او نښتې د خوست ، کونړونو ، ننگرهار ، کندهار او ارزگان په ولايتونو کې رامينځ ته شوي . تر ټولو زيات قربانيان د خوست په ولايت کې دوو جلا ځانمرگو بريدونو تر شا پري ايښي . ها خوا د کونړونو په ولايت کې د ناتو ايساف پرامريکايي سرتيرو د وسله والو طالبانو د بريد په ترڅ کې د دريو امريکايي سرتيرو د ژوبلې پخلى شوى . خپلواک ساپى پرې له کابل نه رپوټ لري .

په خوست ، کونړونو ، ارزگان ، کندهار او ننگرهار کې د دوو ځانمرگو بريدونو په گډون د تاوتريخوالي په دغو وروستو پيښوکې په ټوليز ډول د پنځوو کسانو د وژل کيدو او نورو ٢١ کسانو د ټپي کيدو پخلى شويدى .

په دې مينځ کې يوازې د خوست په ښار کې د دوو جلا ځانمگو بريدونو په ترڅ کې پخپله بريد کونکي ځاې پر ځاې او يو ملکي وگړې روغتون ته له رسيدو وروسته وژل شوي اونور ١٥ تنه ژوبل شويدي .

ظاهرا د بريد کونکو هدف د افغان ملي پوځ او په دغه ولايت کې د ناتو په مشرۍ د ميشتو امريکايي سرتيرو د سپرلۍ گاډي وو . د ولايت د امنيتي چارواکو په وينا لومړې ځانمرگې بريد د ملي پوځ پر سرتيرو وشو چې دولس ټپيان يې تر شا پريښودل. په دې کې يوازې دوه تنه د ملي پوځ سرتيري او پاتې ملکي وگړي ښودل کيږي.

تر دې لومړي بريد لږ وروسته د ښار په بله څنډه کې په دغه ولايت کې د ميشتو امريکايي سرتيرو پر گزمې په تيز رفتار موټر کې يو بل سپاره بريد کونکي ځان والوازوه . عيني شاهدان وايي چې دې چاودنې هم څلور ملکي وگړي ژوبل کړل خو د امريکايانو د مرگ ژوبلې پته ځکه ونه لگيده چې دوى تر بريدسمدستي وروسته سيمه پريښوده . خود طالبانو سرچينو په سيمه کې د بي بي سي خبريال ته په خپلوتلفوني څرگندونو کې امريکايي او افغان سرتيرو ته د درنې مرگ ژوبلې د اړولو دعوه کړيده.

هاخوا د کونړونو په ولايت کې هم د ناتو په چوکاټ کې د ميشتو امريکايي سرتيرو د گزمې پر گاډو د وسله والو طالبانو له لورې بريد شوى . د کونړونو والي
شاليزي ديدار د کوړنگل درې ته پر تلونکو دغو سرتيرو د ماشيگڼو او آر پي جي توغنديو د شوي دغه بريد په ترڅ کې د دريو سرتيرو د ژوبلې پخلې کړى .

په سويلي ولايت ارزگان کې هم د ملي پوځ په سرتيرو د سړک د غاړې د بمي بريد په ترڅ کې د يوه سرتيري د وژل کيدو اونورو دريو د ژوبلې پخلى شوى . د سيمې امنيتي چارواکو په ځوابيه بريد کې د بم د چولو لپاره د پټ شوي طالب د وژلو خبر هم ورکړى .

ارزگان ته په ورڅيرمه ولايت کندهار کې بيا د هند په کونسلگرۍ د لاسي بمونو د بريد خبر ورکړل شوى . د پوليسو سرچينو بي بي سي ته ويلي چې پر موټرسايکل دوو ناپيژندل شوېو سپرو د کونسلگرۍ انگړ ته دوه لاسي بمونه وغورځول او په چټکۍ له سيمې وتښتيدل . پوليسو دا هم ويلي چې دغه بريد ځاني تاوان ندى اړولى.

دوه کاله وړاندې هم پر دغه کونسلگرۍ ورته بريد شوى وو . گاونډي هيواد پاکستان د هند د دغه کونسلگرۍ فعاليت ته د شک په سترگه گوري . ان تر دې چې پاکستاني چارواکي د بلوچستان ايالت د وروستيو ناکراريو له اړخه د پړې گوته هم تر يوه ځايه هند ته نيسي .

او د ننگرهار په خوگياڼيو کې هم د پنجشنبې په گهيځ په يوه ښوونځي کې د يوه بم د چاودو خبر ورکړل شوى . چارواکي وايي چې د دغه بمي بريد هدف زده کونکي وو . خو عيار شوى بم د زده کونکو له رسيدو وړاندې وچاود او له دې کبله يې ځاني تاوان وانه ړاوه .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت