BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 13:24 گرينويچ 2007 ,06 مارچ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
ناټو : په هلمند کې مو پراخ عمليات پيل کړي

هلمند
د ناتو دغه عمليات داسې مهال پيل شوي چې د هلمند ولايت په بيلابيلوسيمو کې د طالبانو بريدونو زياتوالى موندلى .
په افغانستان کې د ناتو ځواکونو ويلي دي چې په سويلي ولايت هلمند کې يې د وسله والو طالبانو څخه د موسى کلا ولسوالۍ د بيرته نيولو لپاره لوى پوځي عمليات پيل کړي دي .

دغه ولسوالي د يو ه تړون تر مخه د قومي مشرانو له خوا اداره کيده ، خو تيره مياشت طالبانو پر ولسوالۍ په بريد سره پر هغې ولکه وکړه .

د ناتو ځواکونو وياند نن ( د کب ١٥ د مارچ ٦ ) په يوه خبري کانفرانس کې داهم وويل چې د موسي کلا سربيره دغه عمليات به د هلمند ولايت د نوزاد ، سنگين او کجکي ولسواليو ته هم وغځول شي .

د ناتو دغه عمليات داسې مهال پيل شوي چې د هلمند ولايت په بيلابيلوسيمو کې د طالبانو بريدونو زياتوالى موندلى .

د وسله والو طالبانو په وړاندې د هلمند په سويلي ولايت کې روان ميلادي کال کې دا د ناتو ځواکونو ځواکونو تر ټولو لوى عمليات دي .

د ناتو ځواکونو د وياند تام کولنس په وينا په دغو عملياتو کې د امريکا ، برتانيا ، کانادا او افغان پوځ شاوخوا ٤٠٠٠ پوځيان ونډه لري .

ښاغلي کولنس وويل د عملياتو موخه داده چې د موسي کلا په گډون د هلمند په يو شمير ولسواليو کې امنيت خوندې شي .

" د هلمند ولايت په شمال کې زموږ عمليات د کجکي ، سنگين ، نوزاد او موسى کلا پر ولسواليو راټول دي . دارنگه هڅه موداده چې د کجکي د برښنا د بند او سيمې ته د غزيدلې لارې امنيت هم خوندې شي ."

د ناتو وياند وويل چې ددغو علمياتو موخه د کجکي په گډون په دغو سيمو کې بيارغونې ته د ښو شرايطو برابرول دي .

د وسله والو طالبانو په وړاندې د هلمند په سويلي ولايت کې روان ميلادي کال کې دا د ناتو ځواکونو ځواکونو تر ټولو لوى عمليات دي .

کجکي د برښنا د توليد يو لوى بند دى چې د امريکا په ١٥٠ ميليونه ډالرو مرستې سره يې د بيارغونې چارې پيل شوي چې وروستيو کې د وسله والو طالبانو بريدونو د بند د بيارغونې چارې ټکنۍ کړي دي .

ددغه بند په بيارغونې سره به د هيواد د سويل شاوخوا دوه ميليونه وگړو ته برښنا برابر ه شي .

خو لکه څنگه چې ويل کيږي دناتو دځواکونو ډير زور به د طالبانو له ولکې د موسى کلا د ولسوالۍ پر ايستلو هم ټول وي .

تير دوبي کې د يوه تړون تر مخه ، د موسى کلا کنترول سيمه ييزو قومي مشرانو ته وسپارل شو . تړون دا ويل چې موسي کلا ته به نه د ناتو ځواکونه ورځي او نه هم وسله وال طالبان . خو تيره مياشت وسله والو طالبانو پر دغې ولسوالۍ په بريد سره دغه تړون مات کړ .

طالبانو لاس ته دموسي کلا له کيوتو وروسته ، حکومتي چارواکو ټينگار داو چې ملکي وگړو ته د تلفاتو د اوښتو د مخنيوي په موخه هڅه يې داده چې دغه مساله له قومي مشرانو سره د خبرو اترو له لارې اواره شي .

خو دناتو له خوا د موسى کلا او د هلمند ولايت د ځينو نورو سيمو د بيرته نيولو لپاره دغه علميات ښيي چې د ځينو په وينا په د ې تړاو خبرو نتيجه نده ورکړې .

هغه څه چې په عملياتو کې ملکي وگړو ته د مرگ ژوبلې د اوښتو مسالې پورې تړاو لري ، په دې اړه انديښنې پر ځاى پاتې دي .

خو د ناتو ځواکونو وياند وايې له افغان چارواکو سره د عملياتو په همغږه کولو سره ، هيله لري چې د علمياتو په ترڅ کې ملکي وگړو ته د زيان اوښتو مخنيوى وشي .

د هلمند په نارامه ولايت کې دناتو ځواکونو دغه عمليات داسې وخت پيل شوي چې ددې ولايت په بيلابيلو ولسواليو کې د وسله والو طالبانو بريدونه زيات شوي .

په همدې ترڅ کې يو شمير طالب قوماندانانو د پسرلي په پيل کې دنورو بريدونو گواښونه هم کړي دي .

د پوځي چارو د يو شمير کارپوهانو په وينا ، ښاېې دناتو ددغو عملياتو موخه هم دا وي چې له مخکې نه پر وسله والو طالبانو د گوزارونو په کولو سره ، د هغوى د بريدونو مخه ونيول شي .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت