BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 10:50 گرينويچ 2007 ,03 فبروري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
ناټو: موسى کلا مهمه نه ده ، بيرته يې نيسو

ناټو
ناټو وايي په تيرو څو مياشتو کې د موسى کلا پر ولسوالۍ باندې د دوى عمليات د لاسليک شوي تړون له سيمې دباندې وې .
په افغانستان کې افغان او ناټو ځواکونه وايي چې د هلمند د موسى کلا ولسوالۍ د بيا نيولو تکل لري .

د ناټو استازو تر هغه يوه ورځ وروسته چې وسله والو طالبانو د موسى کلا ولسوالي ونيوله ټينگار وکړ چې د بيرته نيولو په ترڅ کې به له بشپړ احتياط څخه کار اخلي چې د دوى په وينا ملکي کسانو ته تاوان وانه وړي .

وسله وال طالبان د موسى کلا د ولسوالۍ د تړون د ماتيدو پړه پر ناټو اچوي . دوى وايي ناټو د موسى کلا په ولسوالۍ کې پر طالبانو باندې له بمباريو سره جوخت دغه تړون لا له وړاندې مات کړى و .

ناټو دغه درېځ نه مني او وايي چې په تيرو څو مياشتو کې د موسى کلا پر ولسوالۍ باندې د دوى بمبارۍ د لاسليک شوي تړون له سيمې دباندې وې .

په هلمند کې د وسله والو طالبانو يوۀ قومندان ، ملا قاسم ، بي بي سي ته وويل چې د موسى کلا ولسوالي بشپړه د دوى په ولکه کې ده .

دۀ د ولسوالۍ د ودانۍ د نړولو په باب وويل دغه کار يې په دې موخه کړى چې گواکې افغان حکومت ترې د مورچل کار اخيست .

وړمه شپه د موسى کلا تر نيولو وروسته وسله والو طالبانو په دغې ولسوالۍ کې حکومتي ودانۍ ونړولې چې دغه کار يې د ځايي اوسيدونکو د هېښتيا سبب شو . ځايي خلکو ويل چې ښايي د طالبانو دغه عمل په دې مانا وي چې دوى د دغې ولسوالۍ د ساتلو هيله يا توان نه لري .

خو ملا قاسم ټينگار لارۀ چې دوى به د موسى کلا نيول شوې ولسوالي پرېنږدي . دۀ وويل هغه ځايي سپين ږيري يې اوس پراېښي چې پر ولسوالۍ باندې د يرغل پر وخت دوى نيولي و .

ناټو د وسله والو طالبانو له خوا د موسى کلا د تړون ماتيدل په دې مانا گڼي چې گواکې ځايي سپين ږيرو د طالبانو غوښتنو ته غاړه نه اېښوده .

د ځينو په گومان د دغه تړون ماتيدل د هغۀ حقيقت ښکارندويي هم کوي چې گواکې د تيرو نژدې درو لسيزو جگړو افغاني ټولنيز جوړښت او په دغه جوړښت کې د قومي مشرانو اعتبار او ونډې ته دروند تاوان اړولى دى .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت