BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 10:26 گرينويچ 2006 ,02 اکتوبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د کندهار ديني عالمان طالبان سولې ته رابولي

طالبان
د کندهار د ديني عالمانو شورا وسله وال طالبان دخبرو اترو مېزته راوبلل
دكندهار دعلماووشورا پروسله والو طالبانو غږ كړى چې نور دي له جنګ جګړو څخه لاس واخلي او دسو لي پر ټغر دي كښېني

همداډول دغې شورا پرېكړه كړې چې په دولتي ادارو كي به داداري فساد په وړاندي په كلكه مبارزه كوي دعلماودشورا ريس په كندهار كي بي بي سي ته وويل چې دنشيي توكو اوجنګ جګړو پرضد مبارزه به هم دشورا دنويومهمو تګلارو څخه وي

دافغانستان دګڼونوروولايتونوپه څېراداري فسادپه كندهاركي داسي يو څه دي چې چارواكي ئې ددغه ولايت داوسېدونكو دګڼونيوكو سره مخامخ كړي دي. خلك وائي چې ددولت دګنو اداروچارواكي په بډو يا ريشوت اخيستنې كي ككړي دي،دكندهار دعلماوودشوراخبره ده چې دشرعي احكامو سره سم به داداري فساد پرضد مبارزه كوي

دعلماوؤ شورا د هرډول نشئي توكو پرضددتبليغاتي مبارزې اعلان وكړ

ددغه ولايت دعلماوودشورا نوي ټاكل شوي ريس مولوي سيدمحمدوويل چې ددې سره سره به دكندهار علما دوسله والو طالبانو دجنګ جګړواونړۍ والو ځواكونو دبمباريو دمخنيوي هڅي كوي،دده په وينا جنګ دحل لاره نه ده

مولوي سيدمحمدوسله وال طالبان دخبرو اترو مېزته راوبلل اوزياته ئې كړه چې دامهال دكندهار په لسو ولسواليوكې دعلماوو د شورا څانګي شته چې دده په خبره خپل فعاليتونه به ګړندي كړي، نوموړى زياته وي چې دعلماوودشورا په غوښتنه ولايتي چارواكي هره ورځ دكندهارپنځولويوجوماتونو ته پاخه شوي خواړه دروژه مات په ډول ١٠٠٠ كسانوته وركوي،چې دى ئې دغريبو خلكو لپاره غوره مرسته بولي .

دعلماوؤ شورا دهرډول نشئي توكو پرضددتبليغاتي مبارزې اعلان وكړ او ټول نشئي توكي ئې داسلامي قوانينوله مخي حرام ادانساني جسمونولپاره ستر زيان وبلل .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت