|
ايساف: طالبان خپل وروستى زور کاروي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان په شمال كې نړيوال سوله ساتې ځواكونه ، ايساف وايي چې ددولت مخالف اورپكي خپل وروستى ځواك كاروي چې خنډونه زيات كړي . ددغو ځواكونو وياند ماركوز ويردر چې يو خبري كنفرانس ته غږيده ، پر افغانانو غږ وكړ چې له افغان امنيتي څانګو او نړيوالو سوله ساتو ځواكونو سره د سولې د راګرځولو په برخه كې مرسته وكړي . كه څه هم په افغانستان كې نړيوال سوله ساتې ځواكونه په دې اند دي چې ٩٠ په سلو كې ملكي وګړي دامنيت په راګرځولو كې ددوى تر شاه ولاړ دى خو دا خبره په ټينګار سره كوي چې افغانان بايد له پوليسو او نړيوالو سوله ساتو ځواكونو سره مرسته وكړي چې د اورپكو د بريدونو مخه ونيول شي . د افغانستان په شمال او شمال ختيځو ولايتونو كې د نړيوالو سوله ساتو ځواكونو وياند ډګرمن ماركوز ويردر چې خبريالانو ته غږيده ،وويل چې د اورپكو وروستۍ هڅې به دوى شاتګ ته اړ نه كړي . ده زياته کړه (( دا چې موږ به يو ګام شاته پاتې شو ، داسې نه ده . موږ خپل كار د پخوا په پرتله ګړندى روان ساتو .موږ د افغانستان د امنيتي ځواكونو سره په ګډه خپله دنده ترسره كوو . ښاغلي ويردر زياته كړه چې ٩٠ په سلو كې افغانان ددولت ملاتړ كوي او نړيوالو سوله ساتو ځواكونو ته هركلى وايي خو دده په وينا ١٠ په سلو كې خلك داسې كسان دي چې هڅه كوي د ټولنې حالت د تاوتريخوالي خواته ولاړ شي . ده ټينګار وكړ چې له افغان پوځ او پوليسو سره به په ګډه د هغو كسانو مخه ونيسي چې دده په وينا د خلكو امنيت يې له ګواښ سره مخامخ كړى دى . ده په كندوز كې د وړمې ورځې د ځانمرګي بريد په اړه وويل چې پلټنې يې رواني دي چې پيدا كړي چې دا بريد به د چا له خوا تر سره شوى وي. خو زياته يې كړه چې دغه ډول بريدونه به ددوى په هوډ كې بدلون رانه ولي. | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||