BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 15:48 گرينويچ 2007 ,07 فبروري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
آيساف : د موسى کلا بيرته نيولو ته چمتو يو

ناټو
ناټو : ډاډ لرو چې موسى کلا به بيرته د حکومت تر ولکې لاندې راځي
په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د ايساف ځواکونه وايي که افغان حکومت لارښوونه وکړي له طالبانو د موسى کلا ولسوالۍ بيرته نيولو ته تيار دي .

په کابل کې د دغو ځواکونو وياند خبريالانو ته دا هم ويلي چې د ولسوالۍ په بيرته نيولو کې اوسنى ځنډ د ملکي تلفاتو د مخنيوي د لارو چارو د ارزولو له اړخه دى . وياند دا هم ويلي چې دوى د سيمي حالات په کلکه څاري ا و تر اوسه يې دغلته د طالبانو د اضافي ځواکونو د ورتلو څه نښې نښانې نه دي موندلي .

طالبانو پر دغه ولسوالي تيره اونۍ بريد وکړ، حکومتي بيرغ يې راکوز کړ او د ولسوالۍ ودانۍ يې ړنگه کړه. په دې سره د سولې هغه تړون مات شو چې له مخې يې د ولسوالۍ چارې له اوس نه څلور مياشتې وړاندې سيمه يزي شورا ته سپارل شوې وې .

د ناټو په مشرۍ د نړيوالو مرستندويه امنيتي ځواکونو ISAF سرچينې دا مني چې په هلمند کې د موسى کلا ولسوالۍ کنټرول لا هم د طالبانو په لاس کې دى . له دې سره جوښت دغه سرچينې د سيمې ظاهري حالات ارام ښيي او وايي چې تر اوسه دغې ولسوالۍ ته د طالبانو د اضافي ځواکونو د ورتلو او ځايي اوسيدونکو ته د کوم جدي گواښ نښې نښانې نه دي ليدل شوي .

په کابل کې د ISAF د ځواکونو نوي پوځي وياند تام کولينس د احتمالي نښتو له ويرې له سيمې د ملکي وگړو د کډه کيدو کچه هم تر هغه څه ډيره ښکته وښوده چې په رپوتونو کې يې يادونه کيږي .

وياند يوازې د ٢٠٠ وگړو د بيځايه کيدو خبره وکړه . خو سيمه يز خبريالان او ځايي اوسيدونکي دغه شميره د ١٠٠٠ او ١٥٠٠ په مينځ کې ښيي .

د ISAF دغه وياند د طالبانو له ولکې نه د موسى کلا د بيرته ويستولپاره د ځواکونو د بشپړ چمتو والي خبره هم وکړه . خو په دې اړه يې وروستۍ پريکړه پخپله په افغان حکومت پورې تړلې وبلله .

(( په دې کې حکومت لارښود دى او موږ د حکومت ملاتړي يو . موږ ډاډ لرو چې موسى کلا به د وخت له اړخه له نيول کيدونکي تصميم سره سم بيرته د حکومت په ولکه کې راځي . د بريد مهال به حکومت ټاکي . خو دا هم بايد له ياده ونه باسو چې په موسى کلا کې ملکي وگړي اوسي او ښايي په غبرگون کې بيړه ملکي تلفات رامينځ ته کړي . دا هغه څه دي چې افغان حکومت او ايساف يې نه غواړي . ))

ها خوا د ځايي حکومتي ادارې د چارواکو له قوله په رپوټونو کې داسې اشارې ورکړل شوي چې حکومت گواکې ډير ژر د هلمند پر دغې نانديزې ولسوالۍ د بريد تکل لري .

خو د طالبانو سرچينو هم په خپل وار گوت څنډنه کړې چې مقابلې ته تيار دي او له موسى کلا به ونه ووځي . دغه څرگندونې ددې نښه ده چې موسى کلا ته دواړه غاړې د خپل ځواک او اعتبار د ازميښت په سترگه گوري ، نو ځکه خو په سيمه کې د سختو او پراخو نښتو د پيليدو له اړخه د ځايي اوسيدونکو انديښې له پامه نشي لويدى .

البته دا د هيواد په سوويل کې يوازې د موسى کلا ولسوالي نه ده چې د سيالو غاړو تر مينځ د يوه بل ځل لپاره د مقابلې په تاوده ډگر بدليدونکې ده . خو له نورو سيمو سره د دغې ولسوالۍ توپير په دې کې دى دغلته واک ځايي قومي مشرانو ته سپارل شوى وو او دا د ثبات د راوستو يوه نوي تجربه بلل کيده .

طالبان پر ولسوالۍ د بريد دليل له قومي مشرانو سره له شوي تړون نه د ناټو سرغړونه بولي . خو وياند کولينس د بريد لامل د طالبانو له لورې د واک د ډيريدو له هڅې سره د قومي شورا مخالفت گڼي .

(( حقيقت دا دى چې دغلته د قومي شورا او هغو طالب مشرانو تر مينځ چې پر ولسوالۍ د خپل واک او کنټرول ډيريده غواړي ، سخته ترينگلتيا رامينځ ته شوې وه . د شوې موافقې له مخې قومي شورا د طالبانو دغه غوښتنه نه شوه منلى . پايله دا شوه چې طالبانو پر ولسوالۍ بريد وکړ او په دې توگه يې په څرگنده د ځايي مشرانو سپکاوى وکړ . ))

د موسى کلا د سولې د تړون د پايښت په اړه هم نظرونه ويشلي دي . ځينې دغه تړون پاى ته رسيدلى بولي خو حکومت لا تر اوسه په دې اړه پريکنده دريځ نه دى ښودلى .

د ISAF چارواکي بيا دا گڼي چې که حکومت د تړون دوام وغواړي نو دوى به يې ملاتړ وکړي خو که حکومت تړون پاى ته رسيدلې وبولي نو دوى ته به هم بې اعتباره وي

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت