BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 10:24 گرينويچ 2007 ,19 اپريل
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د بخښنې ټولنه : پاکستان دې پر طالبانو فشار واچوي

د بخښنې نړيواله ټولنه
د بخښنې د نړيوالې ټولنې رپوټ پر پاکستان هم غږ کوي چې د طالبانو له خوا ټول تيري وغندي او د خپل اغيز په کارولو دغه ډول ډلې وهڅوي چې له دا ډول کارونو لاس واخلي .
د بخښنې نړيوال سازمان وايي وسله وال طالبان په افغانستان کې جنگي جرمونه او د بشريت پر ضد جنايتونه کوي .

د بخښنې د نړيوال سازمان له خوا نوى خپور شوى رپوټ د ملکي کسانو او پوځي اهدافو ترمنځ د توپير غوښتنه کوي او په خپلو وړانديزونو کې له پاکستانه غواړي چې د خپل اغيز په کارولو د طالبانو په څير وسله والې ډلې د ملکي کسانو له ځورولو راوگرځوي .

په افغانستان کې د ملکي کسانو پر وژنو د بخښنې د نړيوال سازمان يا امنسټي انټرنشنل رپوټ تر هغه څو وروځې وروسته خپريږي چې د بشري حقونو د څار نيويارک ميشتي ټولنې هم په افغانستان کې د غه کار جنگي جرم وبالۀ .

د بخښنې نړيوال سازمان په خپله پنځوس مخيز رپوټ کې هم دا ويل شوي چې د وسله والو طالبانو دغه چارې نه يوازې جنگي جرمونه دي بلکې د دوى په وينا د بشريت پر ضد عمل دى .

د بخښنې نړيواله ټولنه له لويه سره د طالبانو جنگي لارښود د ملکي کسان پر ضد گڼي . دوى ښوونکو ته گواښ او د هغوى وژل د طالبانو په جنگي کړنلارو کې منل شوى اصل بولي .

د بخښنې نړيوال سازمان وايي د همدغو سنجول شويو بريدونو په ترڅ کې وسله والو طالبانو په سلگونو کسان په تيرو دوو کلونو کې وژلي او ټپي کړي دي .

د بخښنې نړيوال سازمان د طالبانو يا نورو وسله والو ډلو له خوا د پاکستان له خاورې د گټې اخيستو مخنيوى هم غواړي

راپور وايي چې د دوه زره پنځم کال له جنورۍ څخه د دوه زره اوم کال د مارچ تر مياشتې پورې د ښځو د حقونو فعالينې ، انتخاباتي کانديدان ، ديني علما ، حکومتي مامورين ، روغتيايي کارکونکي او ښونکي د وسله والو طالبانو له خوا په نخښه شوي دي .

څو ورځې وړاندې د بشري حقونو د څار نيويارک ميشتې ټولنې په يوۀ کال کې د وسله والو طالبانو له خوا د وژل شويو ملکي کسانو شميره شاوخوا اووه سوه کسه بللې وه .

د بخښنې نړيواله سازمان په خپل رپوټ کې د وسله والو طالبانو له يوۀ وياند سره مرکه هم خپره کړې ده .

په دغه مرکه کې د طالبانو وياند د پوځيانو او هغو ملکي وگړو ترمنځ توپير نه ويني چې له بهرنيانو سره مرسته کوي . د بخښنې د نړيوال سازمان په رپوټ کې يوه بله مهمه برخه د افغانستان ښوونې و روزنې ته ورپېښ خطر دى .

د رپوټ تر مخه په تيرو نژدې دوو کلونو کې شاوخوا يو سلو دري اتيا ښوونځي د وسله والو کسانو له خوا سوځول شوي يا ويجاړ شوي دي .

رپوټ د کونړ په ولايت د يوې پېښې يادونه هم کوي چې د دوى په وينا وسله والو طالبانو دوه ښوونکې په دې وژلي چې نجونو ته يې ښوونه کوله . رپوټ په يو شمير وړانديزونو پاى ته رسيږي .

په دغو وړانديزونو کې له طالبانو غوښتل شوي چې ملکي کسان په نخښه نه کړي او د پوځي او ملکي خلکو ترمنځ توپير وکړي .

دوى پر پاکستان هم غږ کوي چې د طالبانو له خوا ټول تيري وغندي او د خپل اغيز په کارولو دغه ډول ډلې وهڅوي چې له دا ډول کارونو لاس واخلي .

د بخښنې نړيوال سازمان د طالبانو يا نورو وسله والو ډلو له خوا د پاکستان له خاورې د گټې اخيستو مخنيوى هم غواړي او له افغان حکومت سره د اسلام اباد د مرستې غوښتنه هم شوې چې د دوى په وينا مجرمين د قانون منگولو ته وسپارل شي .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت