|
د بخښنې نړيواله ټولنه په يونان کې د افغانانو په ځور ځوريدلې | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د بخښنې دنړيوال سازمان د يوې خبرپاڼې له مخې، د آتن ښاري پوليس د ډسمبر پر ١٣ ورځ د دغه ښار د اجېس پانتلېموناس په سيمه کې هغه کور ته ورننوتل چې، شاوخوا ٦٠ افغان پناه غوښتونکي پکې راټول شوي وو - ظاهرآ پوليس د هغه افغان پناه غوښتونکي په لټه کې وو چې، د محکمې لخوا په يونان کې په ناقانونه استوگنې تورن شوى و . خو پوليسو لوى او واړۀ ټول په يوې خونې کې اېسار کړل او وروسته يې د هغو په وهلو-ټکولو لاس پورى کړ. په دوى کې يو ١٧ کلن هلک د پوليسو ماموريت ته يوو-وړل شو، او هورې لوڅ-لغړ اړ اېستل شو چې پښې خلاصې پر مځکه چاک کښېني. د دغه سازمان د خبرپاڼې له مخې، د دغه افغان-هلک پر ژامې ټوپک اېښول شوى او په داسې حال کې په مرگ وگواښول شوو چې يوۀ پوليس په خپل گرځنده تېلېفون د هغۀ عکس اخيستۀ. د بخښنې د نړيوال سازمان په وينا، نژدې ٦٠ سره افغان-پناه غوښتونکي ځورل شوي دي ، خو د دوى له ډلې ٣٠ تنو د شکايت کولو جرائت کړى دى. ويل کېږي دغه پناه غوښتونکي او د نړۍ په نورو هېوادونو کې له افغان کډوالو سره له دې کبله زورزياتى او ناوړه چلند کېږي چې، د ډېرو په آند افغانستان کې سوله او ثبات ډاډمن شوى او افغانان بايد خپل هېواد ته راوگرځى. |
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||