BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 11:32 گرينويچ 2007 ,12 مارچ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
م.م: د بخښنې تعديل شوی منشور ظاهرآ عادلانه دی

ملگري ملتونه
اوس داسې برېښي چې د ملګري ملتونو چارواکي د ولسمشر کرزي له لورې په مصوبه کې په راوستل شويو بدلونو خوشحاله دي.
د ملگرو ملتونو سازمان وايي د بخښنې په اړه د ولسي جرگې په منشور کې د ولسمشرکرز ي له لورې راوستل شويوبدلونونو تر ډېره له عدالت څخه د تښتېدو لارې بندې کړي دي .

په سوله ساتو ماموريتونو کې د سازمان د سرمنشي مرستيال جان ماري گوهينو په کابل کې خبريالانو ته ويلي چې هيڅ ډول پرېکړه بايد په افغانستان کې د انتقالي عدالت د پلي کيدو مخه ونه نيسي .

د ملگروملتونو سازمان پر دغه منشور کلکې نيوکې درلودې او پر ولسمشر کرزي يې غږ کړې و چې له بدلون پرته هغه لاسليک نه کړي .

د نورو گڼو نيوکه کونکو تر څنگه د ملگرو ملتونو سازمان هم تر دې وړاندې دعمومي بخښنې په اړه د افغانستان د ولسي جرگې له لورې د وړاندې شوې مصوبې په خورا کلکو نيوکه کونکو کې وو.

اوس ظاهرا داسې برېښي چې د سازمان چارواکي د ولسمشر کرزي له لورې په مصوبه کې په راوستل شويو بدلونو خوشحاله دي . د ملگرو ملتونو چارواکي دا گڼي چې د مصوبې اوسنۍ بڼه لږ تر لږه قربانيانو ته دا حق ورکوي چې يو څوک د سرغونو او تيريو په تړاوو عدالت ته ودروي .

له دې سره سره د سوله ساتو ماموريتونو په برخه کې د سازمان د سرمنشي مرستيال جان ماري گوهينو په کابل کې د يوه خبري کنفرانس په ترڅ کې يوځل بيا په غوڅه ټينگاروکړ چې دغه مصوبه بايد په هيڅ صورت د انتقالي عدالت د پروگرام د پلي کيدو مخه ونه نيسي .

(( که بيل ته وگورو نو وينو چې دعدالت د پلي کېدو په برخه کې پکې د قربانيانو حق خوندي دى . دا ډول په بيل کې د عدالت دپلي کولو په تړاوو د حکومت حق او صلاحيت هم خوندي دى . له دې سره سره يو ځل بيا په ټينگارسره وا يم چې دغه بيل بايد د سولې، پخلاينې او عدالت هغه پلان اغېزمن نه کړ ي چې ولسمشر کرزي په تېر ديسمبر کې د بشري حقونو د ورځې د نمانځلو په مهال په رسمي توگه اعلان کړ او خپل ځان او خپل حکو مت يې د دغه پلان پلي کېدو ته ژمن وباله . ريښتيا خو دا دي چې په افغانستان کې د عدالت له پلي کيدو پرته ثبات او پرمختگ نه شي راتلاى .))

د افغانستان لپاره د ملگرو ملتونود سازمان ځانگړي استازي تام کونيگز هم په خپل وار ډاډ وښود چې په منشورکې راوستل شويو بدلونونو اوس له عدالت نه د تيښتې په تړاو د دوى پخوانۍ انديښنې کمې کړيدي .

(( موږ د بيل په اړه پراخ بحثونه درلودل . د پارلمان له غړوسره ، د حکومت له وزيرانو سره ، له ولسمشر سره ، د مدني ټولنې له استازو او د بشري حقونو له سازمانونو سره . دغه خبرې اغيزمنې وې . ظاهرا د بيل اوسنۍ بڼه د قربانيانو غوښتنې او حقونه او دا ډول عدالت ته د ټولو هغوکسانودودرلو په برخه کې د حکومت صلاحيتونه تايدوي چې اړتيا يې وي . تر دې وړاندې همدا دوه ټکي زموږ لوى انديښنې وې .))

له احتياط نه د ډک ډاډ د ښودو تر څنگه ښاغلي کونيگز دا تمه هم وښوده چې د مصوبې اوسنۍ بڼه به د زياتو ارزونو لپاه لا هم د سياسي بحثونو توده موضوع پاتې شي .

له لويه سره په مصوبه کې له راغلي بدلون سره سره د مصوبې د ملاتړو او مخالفانو تر مينځه د تودو او جنجالي بحثونو په کچه کې څه کمې نه دى راغلى .

نيوکه کونکي په مصوبه کې راوستل شوي بدلونونه ناکافي بولي . انگيرنه يې دا ده چې دغه بدلون لا هم داسې نه دي چې عدالت ته له درولو نه په شخړو کې دراښکېلو ډلو د سياسي مشرانو او لويو قوماندانانو د معافيت انديښنې ختمې کړي .

خو د مصوبې پلويان دا گڼي چې ولسمشر کرزي گواکې د بدلونونو په راوستوسره په اصل کې دغه مصوبه رد کړيده .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت