|
١٧٠ تنو نورو پخوانيو مخالفينو ملي پخلاينه و منله | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
دافغانستان د بيلا بيلو ولايتونو څخه د پخوانيو طالبانو او د اسلامي گوند څه باندې ١٧٠ تنود حکومت له خوا په اعلان شوې عفوې او د ملي پخلاينې پروگرام کې برخه واخيسته افغان چارواکو وويل پدغو کسانو کې د گلبدين حکمتيار د اسلامي گوند او د طالبانو غړي شامل دي چې پخوا ېې د حکومت پرضد وسله والو عملياتو کې لاس درلود افغان چارواکو وويل اکثره دا کسان د کندز ، بغلان ، سمنگان ، سرپل ،فارياب ، کڼړاو نورستان ولايتونو اوسيدونکي دي د افغانستان د سولې د ټينگښت خپلواکه ملي کميسيون مشر ، صبغت الله مجددي ، دا د سولې لپاره يوه مهم برياليتوب وباله او له نورو وسله والو مخالفينو ېې هم غوښتنه وکړه چې له جگړې لاس واخلي او د هيواد په بيا رغونه کې ونډه واخلي له دولت سره د يوځاې شوو کسانو يو استازي مولوي عبدالرحمان وويل چې دوى نور دجگړې نيت نلري خو بايد دولت هم ددوى نور ملگري په بيلا بيلو نومونو ونه ځوروي د سولې د ټينگښت د خپلواکه ملي کميسيون يو وياند ، سيد شريف يوسفي ، وويل له هغې راهيسې چې يو کال مخکې د عفوې او ملي پخلاينې پروگرام پيل شوى تراوسه پورې دحکومت څه باندې يو زر تنه پخواني مخالف شورشيان دغه پروگرام منلى دى او سوله ايز ژوند ېې غوره کړيدى دافغان حکومت د عفوې او ملي پخلاينې د پروگرام له مخې هغه کسان عفوه کيږي چې د ملکي خلکو په وژنو کې ېې لاس نه وي درلودلى | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||