BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 16:02 گرينويچ 2006 ,26 فبروري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
٦٠ نور طالبان د سولې بهير سره يوځاى شول
بې وسلې کيدنه
افغان چارواکي واېې په روان کال کې ١٢٠٠ تنو پخوانيو اورپکو وسلې پر ځکه ايښي
د يکشنبې په ورځ افغان چارواکو وويل چې ٦٠ نورو پخوانيو طالبانوخپلې وسلې کېښودې او د حکومت له خوا دعفوې اعلان شوي پروگرام ته ېې مثبت ځواب ووايه. په دغو کسانو کې ٥ تنه پخواني لوړ رتبه طالبان هم شامل دي

په کندهار کې د سولې او ملي پخلاينې د کميسيون مشر عبدالرزاق دراني خبريالانو ته وويل چې
په تسليم شوو کسانوکې يو تن د طالبانو د واکمنۍ په وخت کې د فارياب ولايت مرکز ميمنې دښار ښاروال وو اويو بل ېې د جوزجان ولايت د پوليسو پخوانى قوماندان دى

د ميمنې پخواني ښاروال ملا محمد رسول ويلي چې غواړي د جگړې ځپلي افغانستان په بيا ودانولو کې برخه واخلي

د يو کال نه په کمه موده کې د حکومت له خوا دعفوې او پخلاينې پروگرام ته د طالبانو او د گلبدين حکمتيار د حزب اسلامي څه باندې ١٢٠٠ تنو غړو مثبت ځواب ويلى

ولسمشر کرزي ويلي چې د طالبانو او نورو اسلامي اورپکو هغو غړو ته چې "" لاسونه ېې د بې گناه خلکو په وينو سره نه وي "" د عفوې اعلان شوى

خو حکومت داهم غواړي چې هغه کسان چې په تيرو ٢٥ کلونو کې ېې د خلکو بشري حقونه ترپښو لاندې کړي وي د عدالت مخې ته ودروي

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت