|
بشري حقونه :د افغان ملکي وگړو وژل ډير شوي دي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د بشري حقونو د څار نړيوال سازمان ويلي دي چې په ډراماتيک ډول وروستيو١٥مياشتو کې په افغانستان کې د ولسي وگړو مرگ ژوبله زياته شوې ده . په امريکا کې ميشت دغه سازمان په دې اړه په خپل يوه تازه رپوټ کې وسله وال طالبان او د حکومت نورې مخالفې ډلې تورنې کړي دي چې د جگړې قانون يې ترپښو لاندې کړي او په لوى لاس يې ولسي وگړي په نخښه کړي دي . په رپوټ کې نړيوال او حکومتي ځواکونه هم گرم بلل شوي چې په يو شمير پيښو کې د جگړې د قانون له غوښتنې يې سرغړونه کړې ده . په افغانستان کې ملکي وگړو ته د مرگ ژوبلې د اوښتو په اړه د بشري حقونو د څار د نړيوال سازمان دغه ١٦٦ مخيز رپوټ ، د بريدونو د لسگونو قربانيانو او د هغوى دکورنۍ له غړو سره د مرکو او نورو اړينو شواهدو او سندونو پر بنسټ جوړ شوى دى . په رپوټ کې تير ٢٠٠٦ ميلادي کال په افغانستان کې تر ټولو خونړى بلل شوى چې يوازې د وسله والو طالبانو او اسلامي گوند پورې د تړلو ډلو په بريدونو کې شاوخوا ٧٠٠ ولسي وگړي وژل شوي دي . د بشري حقونو د څارنړيوال سازمان يوه چارواکې جوني مرينر دغه ډلې تورنوي چې د جگړې د قانون په تر پښو لاندې کولو سره په لوى لاس ولسي خلک په نخښه کوي . اغلې مرينر دا هم وايي چې د حکومت وسله مخاليفن پر افغان او نړيوالو ځواکونو په خپلو بريدونو کې هم ددې خيال نه ساتي چې ولسي وگړو ته مرگ ژوبله پيښه نه شي . په رپوټ کې د خيرښيگڼو د موسسو د يو شمير هغو کارکونکو ، ډاکترانو ، ديني علماوو او ملکي حکومتي کارکونکو څخه يادونه شوې چې له حکومت سره د کار کولو او حکومت ته د جاسوسي په تور د وسله والو طالبانو له خوا وژل شوي دي . په رپوټ کې دا او په ځانگړې توگه د طالبانو له خوا د افغان خبريال اجمل نقشبندي او د هغه د چلونکي سيد آغا وژنه ، د طالبانو له خوا د جگړې دقانون د ترپښو لاندې کولو يو غوره بيلگه بلل شوې ده . د بشري حقونو د څار د نړيوال سازمان په دغه رپوټ کې داهم راغلي چې د افغان او نړيوالو ځواکونو په عملياتو کې هم ولسي وگړو ته مرگ ژوبله اوښتې ده . رپوټ کې ويل شوي چې نژدې ٢٣٠ ولسي وگړي د امريکايي او ناتو ځواکونو د علمياتو په ترڅ کې په ٢٠٠٦ ميلادي کال کې وژل شوي دي چې وايي داسې ښکاري چې په ځينو پيښو کې يې د جگړې قانون تر پښو لاندې شوى . رپوټ وايې داسې څه شواهد نشته چې د امريکا او ناتو ځواکونو دې په لاسي ډول ملکي وگړي په نښه کړې وي . خو وايې په ځينو حالاتو کې دغو ځواکونو له احتياط پرته او بې تفاوتۍ سره بريدونه ترسر ه کړي دي . د بشري حقونو د څار دنړيوال سازمان دغه رپوټ پر وسله والو طالبانو ، اسلامي گوند او نورو مخالفانو باندې غږ کوي چې په لاسي ډول پر ولسي وگړو او ملکي موخو باندې له بريدونو لاس واخلي او داسې برېدونه دې نه کوي چې په هغو کې گران وي چې د پوځي او ملکي موخو تشخيص وشي . رپوټ د پاکستان له حکومت هم غوښتي چې د پولو په اوږدو کې د هغو اورپکو په وړاندې اغېزمن گامونه پورته کړي چې وايې د پاکستان له خاورې کار اخلي چې په افغانستان کې بريدونه وکړي . د بشري حقونو د څار نړيوال سازمان پر افغان او نړيوالو ځواکونو هم غږ کوي چې د وسله والو طالبانو په وړاندې خپل عمليات داسې سمبال کړي چې په کې ولسي وگړو ته د مرگ ژوبلې مخه ونيول شي . | ورسره تړلي نور خبرونه ناټو د بشري حقونو د څار ټولنې رپوټ رد کړ01 فبروري, 2007 | خبرونه رپوټ: د لندن تړون کابل او نړۍ نه دى عملي کړى30 جنوري, 2007 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||