|
کرزى: نور د ملکي وگړو وژل نه شو زغملى | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
ولسمشر حامد کرزى وايي د بهرنيو ځواکونو په پوځي عملياتو کې د ولسي وگړو وژل ورته هېڅ د منلو وړ نه دي. دۀ نن (چهارشنبه) خبريالانو ته په کابل کې وويل: ''نور دخپلوملکي وگړو وژل کېدل نه شو قبلولى. موږ ته دزغملو وړ نه دي.'' د دۀ له خبرو لږ وروسته په لوېديځ ولايت هرات کې چارواکو ومنله چې د يکشنبې په ورځ د امريکايي ځانگړو ځواکونو په عملياتو کې په شينډنډ ولسوالۍ کې په لسگونو کليوال خلک، چې ښځې او ماشومان هم پکې دي، وژل شوي. د هرات د ولايتي شورا مشر همايون عزيزي، چې د شورا غړي يې سيمې ته د پېښې د پلټنې لپاره تللي وو، بي بي سي ته وويل په شينډنډ کې د امريکا د ځانگړو ځواکونو په بمباريوو او له اورپکو سره په نښتو کې ٥١ ولسي وگړى وژل شوي. د ولسمشر تر خبري غونډې مخکې سهار بيا تر ١٠٠٠ زياتو د پوهنتون قهرجنو زده کوونکو په ختيځ ولايت ننگرهار کې لاريون وکړ او د ولسي خلکو وژنو ته په اعتراض کې يې د بهرنيو ځواکونو وتل وغوښتل. دوى يوه ورځ مخکې هم د 'مړه دې وي امريکا او مړ دې وي افغان حکومت' شعارونو سربېره، د متحدو ايالاتو د ولسمشر بوش جوړې شوې څېرې ته اور واچاوه چې د خپلې غوسې کچه وښيي.
دواړه لاريونونه د ننگرهار په غني خېلو ولسوالۍ کې او د هرات په شينډنډ کې په روانه اونۍ کې د امريکا په مشرۍ د بهرنيو ځواکونو په عملياتو کې د ملکي خلکو د وژنې پر سر شوي. د غني خېلو په مارکو سيمه کې د يکشنبې په ورځ ايتلافي ځواکونو پر يوه کور د يرغل په ترڅ کې شپږ کسان ووژل، چې دوه يې ښځې وې. دغو ځواکونو وژل شوي نارينه اورپکې بلل او ويل يې چې ښځې د دوى په ځوابي ډزو کې مړې شوې. خو د سيمې اوسېدونکو چې مړي يې د سړک غاړې ته را ايستلي وو، ټول وژل شوي کسان ولسي خلک بلل. د شينډنډ په زېرکوه سيمه کې، بيا د امريکا ځانگړو ځواکونو په درې ورځنيو عملياتو او نښتو کې د ١٣٦ وسله والو طالبانو د وژلو ادعا وکړه، خو سيمه ييز چارواکي چې پر عملياتو ناخوښه وو، تر اوسه هم نه وايي چې په رښتيا هلته اورپکي وژل شوي. د چارو يو شمېر شنونکي د نړيوالو ځواکونو په عملياتو کې ملکي وگړو ته د مرگ ژوبلې د اوښتو لامل د دغو ځواکونو او افغان حکومت تر منځ د همغږۍ نه شتون بولي. د همدې ټکي پر سر، چې بهرني ځواکونه د عملياتو په وخت کې له افغان حکومت سره سلا نه کوي، ولسمشر حامد کرزي څو-څو ځلې نيوکه کړې او خپله غوسه يې څرگنده کړې ده. د ولسمشر د نن ورځې خبرې کټ مټ خپله دۀ او د دۀ د وياند په خوله مخکې هم تکرار شوې دي.
شنونکي باور ښيي چې ولسمشر خپله هم دا درک کوي چې د دۀ له هرڅومره اعتراض او توندې لهجې سره-سره د بهرنيو پوځونو په عملياتو کې د ولسي خلکو په مرگ ژوبله کې کموالى نه دى راغلى، او آن زيات شوى. په تېردسمبر کې ولسمشر کرزى د اورپکو د بريدونو او بهرنيو ځواکونو په عملياتو کې د ملکي خلکو د وژنو په درولو کې د بې وسي لامله په يوه غونډه کې خورا احساساتي شوى و. ناټو پوځ هم په وار-وار ويلي چې دوى د ملکي خلکو د مرگ ژوبلو د کمولو لپاره نوې ستراتېژې خپلوي، خو ځينې خلک وايي په عمل کې داسې نه دي شوي. د غني خېلو او شينډنډ پېښو ته په قهرجنو لاريونونو د خلکو غبرگون په عام ولس کې د ملکي خلکو د وژنو په اړه د ناخوښۍ بلل کېږي. د چارو يو شمېر شنونکي دا د ولسمشر کرزي د حکومت پر وړاندې يوه لوىه ننگونه بولي چې د ولسي خلکو د مرگ ژوبلو مخه ونيسي. دوى وايي که چېرې حکومت بيا هم د ملکي کسانو د مرگ ژوبلې په مخنيوي، يا لږ ترلږه کمولو، کې پاتې راشي د خلکو او حکومت تر منځ شته واټن به نور هم زيات شي. | ورسره تړلي نور خبرونه زده کوونکو دولسي خلکو د وژنو په ضد مظاهره وکړه01 مۍ, 2007 | خبرونه په هرات کې په لسگونو کسان وژل شوي30 اپريل, 2007 | خبرونه 'بهرنيو ځواکونو او طالبانو دواړو ولسي خلک وژلي'14 اپريل, 2007 | خبرونه د ولسي خلکو پر مرگ ژوبله مظاهره شوې29 اپريل, 2007 | خبرونه ايساف : د ملکي خلکو د وژنې پړه پر طالبانو ده07 مارچ, 2007 | خبرونه په افغانستان کې نور ولسي وگړي وژل شوي 05 مارچ, 2007 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||