|
د ولسي خلکو پر مرگ ژوبله مظاهره شوې | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان په ختيځ ولايت ننگرهار کې د امريکا په مشرۍ نړيوالو ځواکونو شپږ کسان وژلي، چې دوه يې ښځې دي. پېښه سهار وختي د غني خېلو ولسوالۍپه مارکو سيمه کې شوې، چې د خلکو قهرجن لاريونونه يې پارولي. سيمه ييز اوسېدونکي او ځينې چارواکي وايي ټول وژل شوي کسان ولسي کسان دي، خو نړيوال ځواکونه وايي د وژل شويو څخه څلور اورپکي دي او يوه نجلۍ او يوه ښځه هم پکې دي. د ټلوالې يوه خبرپاڼه وايي دا مرگ ژوبله د دوى د ځوابي ډزو لامله اوښتې او گواکې لومړى اورپکو پرې بريد کړى. خبرپاڼه زياتوي چې دوى په نښه شوي کور کې وسلې او چاودېدونکي توکي موندلي. خو د سيمې اوسېدونکي پېښه بل ډول ښيي. دوى وايي نړيوالو ځواکونو پر يوۀ کور يرغل کړى او څلور کليوال سړي او يوه مېرمن يې وژلي. دوى وايي ټلوالې اته نور کسان له ځان سره وړي. په جلال اباد کې د امريکا په مشرۍ د ځواکونو يوۀ افغان وياند بي بي سي ته وويل دوى دوه مېرمنې، چې يوه يې ټپي وه د درملنې لپاره بگرام هوايي ډگر ته وړې دي. له پېښې څو ساعته وروسته په سلگونو سيمه ييز خلک سړک ته راووتل او د جلال اباد تورخم لار يې د څو ساعتونو لپاره بنده کړه.
دوى د وژل شويو کسانو مړي هم د سړک له غاړي په دې موخه ايښي وو چې وښيي هغوى بېگناه ولسي خلک وو. دوى د امريکا د متحدو ايالاتو او د حکومت په ضد شعارونه ورکول او د پېښې د پوښتنې غوښتنه يې کوله. مظاهره سيمې ته د ولايتي شورا د استازيو او نورو چارواکو له ورتلو او لاريون کوونکو ته د پلټنو له ډاډ ورکولو وروسته پاى ته ورسېده. کابو دوه مياشتې مخکې هم همدې سيمې ته نژدې د نړيوالو د ځواکونو په ډزو کې د ١٦ ولسي کسانو له وژلو وروسته ورته مظاهرې شوې وې. هغه مهال نړيوالو ځواکونو له يوۀ ناکام ځانمرگي بريد وروسته، د عيني شاهدانو په وينا، په شاوخوا عامو خلکو ډزې کړې وې چې پراخه مرگ ژوبله يې اړولې وه. هغې پېښه د بشري حقونو نړيوالو ټولنو غندلې وه. له هغې پېښې وروسته په عام ولس کې له غوسې سربېره، ولايتي شورا د اعتراض په توگه خپل کار ځنډولى و او درې ورځنى ملي ماتم يې اعلان کړى و. دوى د پېښې کره پلټنه او د گرمو کسانو محاکمه غوښته. آن دوى نړيوالې محکمې ته د موضوع د کښلو گواښنه کړې وه. داسې وېره ده چې د بهرنيو ځواکونو په پوځې عملياتو کې د ولسي خلکو ډېرېدونکې مرگ ژوبلې د دوى په وړاندې د عامو خلکو زياتېدونکي کرکه راپارولې. | ورسره تړلي نور خبرونه د ننگرهار په بريد کې ١٦ وژل شوي04 مارچ, 2007 | خبرونه بشري حقونه :د افغان ملکي وگړو وژل ډير شوي دي16 اپريل, 2007 | خبرونه ناټو: د ملکي مرگ ژوبلې د مخنيوي هڅې به وکړو13 دسمبر, 2006 | خبرونه کرزى د ملکي وگړو پر مرگ ژوبله انديښنه وښوده12 دسمبر, 2006 | خبرونه يوناما: ناټو او طالبان دې ملکي کسان نه وژني04 دسمبر, 2006 | خبرونه کرزى : د ملکي کسانو پر وژنې له ناټو سره خبرې کوم27 اکتوبر, 2006 | خبرونه د ارزوگان اوسيدونکي د زياتو ملکي وگړو د مرگ ژوبلې خبرې کوي 11 جولاى, 2006 | خبرونه ملگري ملتونه : په نښتو کې ملکي وگړو ته پام وکړئ23 مۍ, 2006 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||