|
د ارزوگان اوسيدونکي د زياتو ملکي وگړو د مرگ ژوبلې خبرې کوي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د اروزګان ولايت ګڼ شمير اوسېدونکي وايي چې د تېرې ورځې په بمباريو کې د طالبانو په پرتله د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې کچه خورا لوړه ده. دغه خلک د نړيوال ايتلاف برخلاف د شپېتو ملکي کسانو د وژل کېدو او لږ تر لږه د دېرشو د ټپي کېدو خبره کوي، دوی وايي چې د اروزګان مرکز ترين کوټ ته څېرمه د _کرکې_ په سيمه کې درې کلي د نړيوال ايتلاف له لوري بمباري شوي دي. تېره ورځ نړيوال ايتلاف خبر ور کړ چې په همدغه سيمه کې يې د بمباريو پر مهال څلوېښت وسلوال طالبان وژلي دي، که څه هم نړيوالې ټلوالې په اروزګان ولايت کې ملکي خلکو ته ور اوښتې مرګ ژوبله رد کړه خو د ٢٤ساعتونو په تېرېدو سره د کندهار ميرويس روغتون ته ددغو بمباريو ټپيان راوړل شول. ٢٥ کلن حاجي ندا محمد يو له هغو کسانو څخه دی چې کور يې په بمباريو کې وران شوی او د کورنۍ پينځه کسان يې وژل شوي يا ژوبل شوي دي، دی وايي (د شپې ويده وو، چې درنو ډزو راويښ کړو چې ومو کتل د پوځي چورلکو سربېره جنګي الوتکې پر کلي پورته کښته کېدې، د بمباريو پر مهال ښځو او ماشومانو له کلي څخه د وتلو هڅه کوله، په باغونو او ويالو کې د نړيوال ايتلاف له لوري په نښه شول، زه تر دا وخته پورې د شپېتو يا پنيځه شپېتو کسانو مړينه تايدوم او ښايي په دغو بمابريو کې د دېرشو څخه تر څلوېښتو پورې کسان ټپيان هم وي، تاسې ورشئ د ترين کوټ روغتون وګورئ له ټپيانو څخه ډک دی). تر دې وروسته مې هڅه وکړه چې په ميرويس روغتون کې د بمباريو له قربانيانو سره خبرې وکړم، يوه مېرمن چې مخ يې سوځېدلی يو لاس يې مات او له پېژندلو وتلې وه په ډېره ويرجنه لهجه وايي چې د خپل عمر په اوږدو کې يې دومره سختې بمبارۍ نه دي ليدلې (طالبان په کلي کې موجود وو، هغوی هم يوې او بلې خوا ته منډې وهلې، خبره نه يم چې څو به يې مړه او څومره به يې ټپيان شوي وي، خو يو تن طالب زما پر لاس را وختی، او په منډه له ما څخه تېر شو، زما يو ماشوم تر اوسه ورک دی، او يوه نجلۍ او يو هلک مې په غېږ کې وه، چې ماشومه لور مې په غېږ کې د بم په پارچو مړه شوه، او بل ماشوم مې له غېږې وغورځېدی چې وروسته مې د کورنۍ غړو د هغه د مړينې هم راته وويل . بده ورځ وه خدای دې يې زما د سر پر دښمن هم ورته حالات نه راولي، خدای دې ظالمان خراب کړي) په ميرويس روغتون کې د ونو سيوري ته د لسګونو کسانو په منځ کې ناست د اروزګان ولايت د ولسي جرګې څخه يو استازی حاجي عبدالخالق هم د اروزګان ولايت په بمباريو کې د شاوخوا شپېتو د وژل کېدو او څه د پاسه دېرشو د ټپي کېدو خبره کوي. دی وايي چې په دې اړوند د بشر د حقولو د خپلواک کمېسيون سره غږېدلی دی دوی له يوه مخه ويشتل کوي، زه له نړيوالې ټلوالې دا غوښتنه کوم چې په بمباريو او جنګ جګړو کې د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې مخنيوی وکړي، که نه دا به د دولت او نړيوالې ټلوالې په وړاندې د مخالف لوري تله درنه کړي. لس کورونه په دې بمباريو کې ويجاړ شوي دي، تاسې وينئ چې دا ټول ملکي خلک دي زه دا نه وايم چې طالبان به کليو ته نه وي راغلي خو ولس ددې توان نه لري چې طالبان له کليو څخه وګرځوي، زه به د خپلو خلکو په دغه مرګ ژوبله له ولسمشر کرزي سره هم خبرې وکړم). که څه هم د نړيوال ايتلاف او افغان دولت له لوري رسماً د ملکي خلکو پر مرګ ژوبله باندې څه نه دي ويل شوي خو د اروزګان ولايت يوه چارواکي چې د خپل نوم له يادولو څخه يې ډډه کوله بي بي سي ته وويل، چې په دغو بمباريو کې يې تر دا مهاله ديارس ماشومان د ترين کوټ روغتون ته راوړي دي. اروزګان يو له هغو ولايتونو څخه دی چې د مواسلاتي نظام د خرابتيا له کبله په جنګ جګړو کې دقيقه شمېره معلومول د خبري رسنيو په وړاندې يوه ستره ننګونه ده. | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||