|
ناټو: د ملکي مرگ ژوبلې د مخنيوي هڅې به وکړو | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
په افغانستان کې ناټو اعلام وکړ چې په دغه هېواد کې به دملکي وگړو د مرگ ژوبلې دمخنيوي لپاره جدي گامونه واخلي . تېره ورځ افغان ولسمشر حامد کرزي دافغانستان په کندهار کې د بهرنيو ځواکونو لخوا دملکي وگړو په وژلو اندېښنه وښوده او دناټو له چارواکو يې وغوښتل چې خپلو برېدونو پر وخت د ې دملکي وگړو ژوند ته کلک پام وکړي . په کابل کې د ناټو وياند لوک نېټک په يوه خبري کنفرانس کې وويل چې تر دې وروسته به د خپلو ټولو عملياتو ډېر واک افغان ځواکونو ته ورکول شي او د دواړو ځواکونو ترمنځ به د عملياتو همغږي زېاته کړي. دافغانستان په سوېل کې د بهرنيو ځواکونو د عملياتو په ترڅ کې د ملکي تلفاتو مرگ ژوبلې پراخې اندېښنې راپورته کړي او د څو يم څل لپاره افغان ولسمشر پر دغې موضوع دناټو له چارواکو سره خبرې کړي . او وروستي غوښتنه يې په کندهار وکړه چې دبرېدونو پر وخت دملکي کسانو کسانو ژوند ته باېد گواښ پيښ نه شي . په کابل کې د ناټو وياند لوک نېټک ژمنه وکړه چې تردې وروسته به دغې مسلې ته تر پخوا څو چنده زيات پام کوي . او له همدې کبله يې د پو ځي عملياتو په ځانگړي توگه د کورونو د پلټنې پر وخت د عملياتو واک افغان ځواکونو ته سپاري . (( ولسمشر کرزي له موږ غوښتي چې غير نظاميانو د تلفاتو دمخ نيوي لپاره ډېر فعاليت وکړو، موږ دښاغلي کرزي پيغام ته په ډېرې ځېرکتيا سره غوږ نېولى . ښاغلي کرزي په مشخص ډول وويل چې موږ بايد دافغان ځواکونو سره په گډه کار وکړو ځکه هغوى دسېمې خلک ښه پيژني . د عقاب عمليات د افغان چارواکو تر ېوې قومندې لاندې پر مخ روان دي چې په دې کار سره به موږ خلکو ته نور هم ورنژدې شو ، چې دا کار په خپله د ملکي وگړو د تلفاتو د کموالي لامل کيږي.)) ناټو تل ژمنه کړې چې دملکي وگړو دمرگ ژوبلې مخه به نېسي او په دې اړه يې دڅو رامنځ ته شويو پيښو د پلټلو لپاره پلاوي هم ټاکلي . خو داسې ښکاري چې دغې ستونزې او دبهرنيو ځواکونو لخوا دخلکو دکورونو د پلټلو مسلو دافغانانو او بهرنيو ځواکونو ترمنځ واټن زېات کړى . ښاغلي نيټک همدا رنگه ټېنگار وکړچې لاهم طالبا ن دافغانستان دامنيت ، بيا رغاونې او نوي کونې په وړاندې يوه ننگونه ده ، چې دطالبانو د پاتې شونو د له منځه وړلو لپاره به دژمي تر پايه پورې د عقاب په نوم عمليات روان وي . چې دده په وينا ددغو عملياتو په ترڅ کې د ناټو ١١ تنه سرتيري او گڼ مخالف وسله وال وژل شوي دي . په همدې حال کې افغان ولسمشر حامد کرزي دافغانستان د سوېلي سيمو د حالاتو دمعلومولو، د دولت او نړيوالې ټولنې په وړاندې د پرتو ننگونو د ارزولو لپاره د کندهار ولاېت ته تللى چې په سېمه کې دخلکو او ناټ له چارواکوسره خبرې کوي . ښاغلي کرزي يو ځل بيا ټينگار وکړ که د پاکستان په قبايلي سيمو کې د ترهگرو مرکزونه له منځه ولاړ نشي دواړه هېوادونه افغانستان او پاکستان به له خطر سره مخامخ وي | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||