|
زده کوونکو دولسي خلکو د وژنو په ضد مظاهره وکړه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د ننګرهار پوهنتون په سلګونو زده کوونکو هلته د بهرنيو ځواکونو په پوځي عملياتو کې د ولسي کسانو د وژنې په ضد مظاهره وکړه. قهرجنو لاريون کوونکو د متحدو ايالاتو په مشرۍ له نړيوالو ځواکونو څخه د هغو شپږو تنو د وژنې د سپيناوي غوښتنه کوله چې دوه ورځې مخکې په غني خېلو ولسوالۍ کې په يوۀ کور کې پرې چپاو شوى وو. د غني خېلو په مارکو سيمه کې د يکشنبې په ورځ نړيوالو ځواکونو پر يوۀ کور بريد وکړ او دوه ښځې او څلور سړي يې ووژل. دوى دغه سړي اورپکې بلل، خو اوسېدونکو يې عادي کليوال بولي. مظاهره کوونکو د امريکا د امريکا په مشرۍ په مشرۍ د ايتلافي ځواکونو، امريکايي حکومت او سيمه ييزو چارواکو په ضد شعارونه ورکول. د ننګرهار پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي د غو زده کوونکو چې شمېره يې خوا اوشا ٣٠٠ ته رسېده د متحدو ايالاتو د ولسمشر بوش په بڼه جوړې کړې نانځکې ته اور واچاوه. دوى همدارنگه دايتلافي ځواکونو او افغان حکومت په ضد دمرګ شعارونه ورکول له پارلمانه يې وغوښتل چې د يکشنبې دورځې د پېښې عاملين محکمې ته کش کړي. مظاهره کوونکو نژدې يو ساعت دجلال اباد کابل لويه لاره دترافيکو پر مح بنده ساتلې وه. دامظاهره په داسې حال کې کېږي چې تيره ورځ دننګرهار والي ګلاغا شېرزي هم دايتلافي ځواکونو په عملياتو کې وژل شوي وګړي بې ګناه وبلل خو و يې ويل چې ددغو عملياتو په ترڅ کې ددولت ځېنې مخاليفين هم له وسلو او مهماتو سره نېول شوي دي. | ورسره تړلي نور خبرونه د ولسي خلکو پر مرگ ژوبله مظاهره شوې29 اپريل, 2007 | خبرونه د ننگرهار په بريد کې ١٦ وژل شوي04 مارچ, 2007 | خبرونه کرزى :د ننگرهار د پېښې سپيناوى غواړم05 مارچ, 2007 | خبرونه جلال اباد کې د خبري اژانس او امريکايي پوځ لانجه11 مارچ, 2007 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||