|
په هرات کې په لسگونو کسان وژل شوي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان په لوېديځ ولايت هرات کې په لسگونو کسان د امريکا په مشرۍ د نړيوالو ځواکونو په پوځي عملياتو او بمباريو کې وژل شوي. نړيوال ځواکونه ټينگار کوي چې دوى په شينډنډ ولسوالۍ کې د دريو ورځو په ترڅ کې ١٣٦ طالب وسله وال وژلي. د دغو ځواکونو يوه خبرپاڼه وايي دوى د وسله والو مخالفينو اوه اډې په زيرکوه سيمه کې ويجاړې کړې. خبرپاڼه وايي چې په وسله والو طالبانو يې توغندي او هاوانونه اورولي او د دوى پر اډو يې بمبارې کړې. خو د هرات والي حسين انوري په يوه خبري غونډه کې وويل چې د مرگ ژوبلو شمېره تر هغه چې نړيوال ځواکونه يې ښيي ډېره ټيټه ده. والي په ډاگه ونه ويل چې وژل شوي کسان څوک دي. ښاغلي انوري گيله وکړه چې په دې عملياتو کې د متحدو ايالاتو په مشرۍ پوځونو له افغان ځواکونو سره خپلې هڅې هېڅ همغږې کړې نه دي. ده وويل يو حکومتي پلاوى به چې سيمې ته تللى وروسته معلومه کړي چې په زيرکوه کې رښتيا څه شوي.
د دغو عملياتو په غبرگون کې نن (دوشنبه) په سلگونو قهرجن سيمه ييز اوسېدونکي لارو کوڅو ته راووتل او په شينډنډ کې يې د ولسوالۍ مرکز ته اور پورې کړ. دوى ادعا کوله چې وژل شوي کسان طالبان نه بلکې، ولسي خلک دي. لاريون کوونکو ويل چې د دوى پر کليو په بمباريو کې په لسگونه کليوال مړه شوي. داسې ښکاري چې سيمه ييز چارواکي له دغو عملياتو څخه ناخوښه دي. د امريکا په مشرۍ نړيوال ځواکونه وايي له دوى سره په عملياتو کې افغان ځواکونو هم برخه اخيستې وه. خو سيمه ييز چارواکي وايي افغان پوليس او پوځ يو هم د شينډنډ په پېښو کې ښکېل نه وو. شينډنډ ولسوالۍ که څه هم په تېرو څو مياشتو کې په پرتليزه توگه ارامه پاتې شوې، خو تېر کال د هرات له ډېرو نارامو سيمو څخه وه. | ورسره تړلي نور خبرونه په هرات کې د ټلوالې يو سرتېرى وژل شوى27 اپريل, 2007 | خبرونه په هرات کې څلور پوليس وژل شوي25 اپريل, 2007 | خبرونه د هرات ځانمرگي بريد ٥ کسه ټپيان کړل30 جنوري, 2007 | خبرونه په هرات کې بيا مظاهرې وشوې10 فبروري, 2006 | خبرونه د افغانستان په هرات کې چاودنې وشوې17 نومبر, 2005 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||