|
په هرات کې څلور پوليس وژل شوي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان په لوېديځ ولايت هرات کې د ناپېژاندو وسله والو په يوه بريد کې څلور پوليس وژل شوي. د سلمى بند د ساتنې د پوستو قوماندان عبدالحميد له خپلو دريو ساتونکو سره په دې بريد کې مړ دى او درې نور ساتونکې يې ټپيان شوي. بريد هرات ښار ته نژدې په گوزره ولسوالۍ کې تېره شپه شوى. د هرات د پوليسو وياند نورخان نيکزاد وايي عبد الحميد د شپې کورته پرلاره و چې وسله والو کسانو ورته کمين ونيو. دى وايي په بريد کې ځاى په ځاى درې تنه مړه شول او يوۀ بل ساتونکي وروسته په روغتون کې ساه ورکړه. ښاغلي نېکزاد څرگنده نه کړه چې بريد کوونکي څوک و، خو زياته يې کړه چې پلټنې روانې دي. ده وويل د ټپيانو حالت د ډاډ وړ دى. هرات ولايت په تېر يو کال کې د خال خال، خو ځينو خونړيو بريدونو شاهد و. | ورسره تړلي نور خبرونه د هرات ځانمرگي بريد ٥ کسه ټپيان کړل30 جنوري, 2007 | خبرونه د کندز ځانمرگي بريد لويه مرگ ژوبله اړولې16 اپريل, 2007 | خبرونه کندهار کې ځانمرگي بريد ٤ کسه وژلي15 اپريل, 2007 | خبرونه د غزني او خوست په پېښو کې ١٤ مړه دي14 اپريل, 2007 | خبرونه بگرام کې ډيک چيني ته نژدې ځانمرگى بريد وشو27 فبروري, 2007 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||