|
د غزني او خوست په پېښو کې ١٤ مړه دي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان په سويل ختيځ ښار خوست کې يوۀ ځانمرگي بريدکوونکي اووه پوليس او يو ملکي وگړى وژلي او شپږ نور يې ژوبل کړي. هاخوا، په غزني ولايت کې په بېلابېلو پېښو کې دوه پوليس او څلور طالب بريد کوونکي وژل شوي دي. د خوست ښار په لوېديځ کې د پوله ساتونکو پوليسو د لوا ودانۍ په دروازه کې نن (شنبه) غرمه ځانمرگې بريد په پرتليزه توگه درنه مرگ ژوبله درلوده. په کابل کې د کورنيو چارو له وزارت څخه يوه خبرپاڼه وايي يوه ځانوژونکي سړي په خوست کې د لوا ودانۍ ته د ننوتلو ناکامه هڅه وکړه، بيا يې ځان په دروازه کې والوزاوه. خبرپاڼه وايي په وژل شويو کې څلور د پوليسو افسران، درې سرتېري او يو ولسي سړى دي. شپږ نور پوليس په بريد کې ژوبل شوي هم دي. نننۍ چاودنه حکومتي کارکوونکو ته د سر د تاوان له پلوه په خوست کې يوه له ډېرو لويو څخه ده. بلخوا، په سويلي ولايت غزني کې په دريو جلا-جلا پېښو کې دوه پوليس او څلور طالبان وژل شوي. سيمه ييز امنيتي چارواکي وايي تېره شپه درې طالبان غزني ښار ته نژدې هغه مهال مړه شول چې غوښتل يې د ځانمرگي بريدونو لپاره چاودېدونکي مواد سمبال کړي. د مړو جسدونه نن تر ناوخته د پېښې په ځاى کې پراته وو. د همدې ولايت په اندړو ولسوالۍ کې تېره شپه طالبانو په يوه کمين کې دوه پوليس وژلي. د غزني د پوليسو مشر عليشاه احمدزى وايي پوليس د شپې په گزمه بوخت و، چې طالبانو پرې بريد کړى او دوه تنه يې وژلي. په سهار چې د ملي پوځ سرتېرو د پوليسو مړې اخيستل، د احمدزي په وينا، يو ځانمرگي بريد کوونکى چې هڅه يې کوله ځان وچووي د سرتېرو په وار دمخه ډزو کې له پښو وغورځېد. خوست او غزنى دواړه د هيواد له نارامه ولايتونو څخه دي، چې د بهرنيو يا حکومتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ پکې نښتې ډېرې پېښېږي. | ورسره تړلي نور خبرونه دخوست د سه شنبې ځانمرگي ٧ ټپيان کړي23 فبروري, 2007 | خبرونه په خوست کې ځانمرگي بريد پوليس وواژۀ26 فبروري, 2007 | خبرونه په خوست کې دوه ديني عالمان وژل شوي دي09 مارچ, 2007 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||