|
په خوست کې دوه ديني عالمان وژل شوي دي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
دا پېښه د شپې ناوخته د خوست په شمال صبريو ولسوالۍ د بتخانې نومي سيمې په يوۀ كور كې شوې. د زيانمنې كورنۍ غړي وايي چې د شپې ناوخت مهال د دوى د مېلمنو كوټې ته نامعلوم کس چاوديدونكي توكي ورغورځولي او د كور پر يوۀ غړي سربېره يې دوه ورغلي ميلمانه هم وژلي دي. د كورنۍ وژل شوى ديني عالم د خوست د باك ولسوالۍ په ديني مدرسه كې طالبانو ته د حديث زده كړې وركولې او كورنۍ يې وايي چې له چا سره يې هېڅ شخصي دښمني هم نه لرله. د يادولو ده چې له دې وړاندې هم په خوست كې د هېواد د نورو سيمو په څېر ديني عالمان وژل شوي، خو كله له افغان دولت سره د ملاتړ په تور د وسله والو طالبانو له خوا او كله هم له هغو سره د همكارۍ په نوم د ناټو ځواكونو له لوري په دې دليل چې د نېولو پرمهال يې وسله وال مقاومت كړى وژل شوي دي. خو د تېرې شپې پېښې جزييات تر اوسه نه دي معلوم، چې څه ډول او د چا له خوا شوې ده. | ورسره تړلي نور خبرونه په خوست کې ځانمرگي بريد پوليس وواژۀ26 فبروري, 2007 | خبرونه دخوست د سه شنبې ځانمرگي ٧ ټپيان کړي23 فبروري, 2007 | خبرونه د خوست ځانمرگي بريد ٣ کسه ټپيان کړل20 فبروري, 2007 | خبرونه په خوست کې تاوتريخوالى بيا ډير شوى دى30 جنوري, 2007 | خبرونه په خوست کې ځانمرگي بريدافغان کارگر ووژل23 جنوري, 2007 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||