BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 08:04 گرينويچ 2007 ,15 اپريل
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
کندهار کې ځانمرگي بريد ٤ کسه وژلي
کندهار
د افغانستان د کندهار په ولايت کې د ناټو له خوا بريدونو د دوى په وينا طالبان کمزوري کړي چې اوس يوازې ځانمرگي بريدونه کوي
د افغانستان د کندهار په ولايت کې د نړيوالو ځواکونو يوې اډې ته نژدې نن ( يکشنبې د وري ٢٦ د اپريل ١٥ ) په شوي ځانمرگي بريد کې څلور کسه افغانان وژل شوي دي .

دغو افغانانو له يوې امنيت ساتونکې امريکايي کمپنۍ سره کار کاوۀ .

ځانمرگى په يوۀ موټر سايکل سپور و چې د کندهار او سپين بولدک تر منځ يې پر لويه لاره د امنيتي مرکز مخته ځان وچووۀ .

عيني شاهدان وايي په پېښه کې د وژل شويو کسانو له ډلې يو موټر چلونکى او درې تنه نور ساتونکي وو .

دا په تيرو دوو ورځو کې دويم ځانمرگى بريد دى چې په افغانستان کې ترسره کيږي .

پرون د خوست په ولايت کې د يوۀ ځانمرگي بريد له امله ٨ کسه وژل شوي و او ١٠ نور پکې ټپيان شوي و .

په تيرو درې نيمو مياشتو کې شاوخوا ٣٠ ځانمرگي بريدونه په افغانستان کې شوي دي چې له نني بريد سره يوازې په کندهار کې ٨ دغه ډول بريدونه ترسره شوي .

افغان او نړيوال ځواکونه دا د وسله والو طالبانو د کمزورۍ يوه نخښه بولي او وايي چې په جبهي جگړه کې يې مات کړي دي .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت