BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 11:19 گرينويچ 2007 ,28 مارچ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د کابل ځانمرگي بريد مرگ ژوبله اړولې

د افغانستان په پلازمنه کابل کې يوه ځان مرگي بريد لږ تو لږه دوه تنه وژلي او پنځه تنه يې ژوبل کړي دي .

د پيښې قربانيان ملکي وگړي ښودل شوي دي. د بريد موخه د ملي امنيت يو لوړ پوړى چارواکى ښودل کيږي، چې پوليس وايي چې دغه چارواکى له پيښې روغ رمټ وتلى .

دکابل په عمومي واټونو کې د دوه اونيو دننه دا دوهم ځانمرگې بريد دى . بريد گهيځ مهال په داسې وخت وشو چې خلک د کارونو په لور روان وو . عيني شاهدان وايي چې بريد کونکى د سړک پر غاړه ولاړ وو او د گاډو د تگ راتگ څارنه يې کوله .

د جمشيد په نامه يوه عيني شاهد بي بي سي ته وويل: ((د چاودنې په وخت له دې ځايه تيريدم . له هاغه لورې ډاټسن راروانه وه . يو تن دلته ولاړ وو او خپل لاسونه يې په سينه پورې نيولي وو .

ډاټسن چې ورنژدې شوه ، چيغه يې کړه او ځان يې د سړک پر منځ والوزاوه . يو تن پر بايسکل سپور و، هغه يې ژوبل کړ، يو بل تن پر موټرسايکل سپور و، هغه يې هم ژوبل کړ، د سړک پر غاړه يې يوه وړه نجلۍ ژوبل کړه . په ډاټسن کې سپاره کسان يې هم ژوبل کړل . سمدستي ډيره گڼه گوڼه شوه . پوليس راغلل . موږ يې د چاودنې له ځايه ليرې وشړلو.))

د کابل د جنايي پوليسو مشر عليشاه پکتيا وال بي بي سي ته وويل په چاودنه کې په بريدکوونکي سربېره دوه تنه ملکي کسان وژل شوي او پنځه ژوبل دي .

خو د ملي امنيت اداره په بريد کې د وژل شويو شميره څلور تنه او د ژوبلو شميره ١٢ تنه ښيي . دغه اداره هم د پيښې ټول قربانيان ملکي وگړي بولي.

په همدې تړاوو د ملي امنيت د ادارې له لورې په کابل کې په خپره شوې اعلاميه کې راغلي چې د بريد موخه د کماالدين خان اڅکزي په نامه ددغې ادارې د يوه رئيس وژل و.

اعلاميه زياتوي چې په حاجي گلالي مشهور دغه رئيس له پيښې روغ رمټ وتلى او له ده سره په گاډي کې سپرو کسانو ته هم تاوان نه دى اوښتى .

پخپله حاجي گلالى هم له پيښې څو ساعته وروسته د تلويزيوني چينلونو د کمرو مخې ته راغى او د خپلې سلامتيا خبره يې کوله .

د ملي امنيت اداره د بريد انگيزه د طالبانو له ټولو تگلارو او پلانونو د حاجي گلالي خبرتيا بولي .

تر دې دمه نه د بريد کونکي پيژند گلوي شوې او نه چا د بريد پړه په غاړه اخيستې ، خو په تېر کې تل طالبانو د دا ډول بريدونو پړه په ځان منلې .

له بل لورې د غزني په ولايت کې هم امنيتي چارواکو د طالبانو په لاس د يوه ملکي وگړي د وژل کيدو خبر ورکړى .

ويل کيږي چې د وژل شوي کس ورور په ځايي حکومتي اداره کې کار کاوه طالبانو هم ددغې وژنې پړه په غاړه اخيستې او دهغې دليل يې له حکومتي ادارې سره د وژل شوي تن همکاري ښودلې ده.

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت