BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 10:24 گرينويچ 2007 ,11 مارچ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
په فراه ولايت کې ځانمرگي يو پوليس وواژۀ

فراه
د فراه ولايت د نورو سويل لويديځو او ختيځو ولايتونو په پرتله ارام بلل کيږي
د افغانستان د فراه په ولايت کې د يوۀ ځانمرگي بريد له امله يو افغان پوليس وژل شوى او درې تنه نور پکې ټپيان شوي دي .

د پوليسو په وينا بريد کوونکي سراچه ډوله موټر چې له چاودېدونکو توکو ډک و د ملي پوليسو له کاروان سره وجنگاوۀ.

دغه پېښه د فراه ولايت له مرکز څخه ٣٠ کيلومتره ليرې شمال ختيځ پلو وشوه . دا د ٢٠٠٧ کال له پيل څخه راهيسته د افغانستان په بيلا بيلو ولايتونو کې ١٩ ځانمرگى بريد دى چې ترسره کيږي .

د فراه پوليسو بي بي سي ته وويل چې د دوى کاروان د بالابلوک له ولسوالۍ څخه د ولايت مرکز ته را روان و چې دغه پېښه وشوه .

د فراه ولايت په مرکز کې دوه اوونۍ وړاندې يوې چاودنې لږ تر لږه دوه کسه ووژل او تر ٥٠ تنو ډير نور يې ټپيان کړل .

تيره مياشت د فراه ولايت د بکواه ولسوالي وسله والو طالبانو تر څو ساعتونو پورې نيولې وه خو له دغو پېښو پرته د دغه ولايت وضعه د نورو سويل لويديځوسيمو په پرتله کراره بلل کيږي .

د فراه اوسيدونکي دغلته د نا امنيو يو دليل د غلو او لوټمارو ډيروالى بولي . خلک دا هم وايي چې د لوټمارو د ځينو پېښو پړه هم وسله وال طالبان په خپله غاړه اخلي ځکه چې د هغوى کار له لويه سره د حکومت پر ضد تمام شوى وي .

فراه د مخدره توکو د قاچاق د يوۀ مهم مرکز په توگه گڼل کيږي . دغه ولايت له ايران سره لويه پوله لري .

د ٢٠٠٥ کال په ترڅ کې د ټول افغانستان د کرل شويو کوکنارو په سلو کې ١٠ په همدې ولايت کې کرل شوي و .

په دې وروستيو کې افغان ولسمشر حامد کرزي ويلي و چې مخدره توکي په افغانستان کې د دۀ په وينا د ترهگرۍ د پالنې او ملاتړ وسيله ده .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت