BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 05:35 گرينويچ 2007 ,01 مارچ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
په فراه کې چاودنې ٢ ووژل ٤٨ ټپيان کړل
فراه
د فراه ولايت د نورو سويل لويديځو سيمو په پرتله په دې وروستيو کې ظاهرآ کرار بلل کيدۀ .
د افغانستان په لويديځ ولايت فراه کې يوې چاودنې لږ تر لږه دوه کسه وژلي او ٤٨ تنه نور يې ټپيان کړي دي .

دغه چاودنه چې د فراه ښار په زړۀ کې له گڼې گوڼې ډکې يوې څلور لارې کې وشوه ظآهرآ د ريموټ کنټرول په مټ کنټروله شوې وه .

په پيل کې داسې رپوټونه و چې گواکې ځانمرگى بريد شوى دى خو له بي بي سي پښتو وېبپاڼې سره په خبرو کې د کورنيو چارو د وزارت وياند زمري بشري دغه نظر رد کړ او ويې ويل چې د ښار په تر ټولو مصروفې څلور لارې کې بم ځاى پر ځاى شوى و .

د ښاغلي بشري په وينا ظاهرآ بم د خځلو په يوۀ بيلر کې پټ شوى و . دا معلومه نه ده چې ولې د فراه ښار دغه څلور لارې په نخښه شوې ده .

 په ټپيانو کې دوه پوليس او ملکي کسان چې ښځې او ماشومان پکې راځي هم شامل دي .
افغان چارواکي

په دغې څلور لارې کې عمومآ د ورځنيو مزدوريو لپاره کارگر ټوليږي . په دغو کارگرانو کې خټگر ، ترکاڼان او نور کسب گر ناست وي .

د افغان چارواکو په وينا يوازې دوه کسه پوليس په دغه چاودنه کې ټپيان شوي دي نور ټول قربانيان ملکي کسان دي چې پکې ښځې او ماشومان هم شامل دي .

دوه اوونۍ وړاندې د فراه ولايت د بکواه ولسوالي وسله والو طالبانو تر څو ساعتونو پورې نيولې وه خو له هغې پرته د دغه ولايت وضعه د نورو سويل لويديځوسيمو په پرتله کراره بلل کيده .

فراه د مخدره توکو د قاچاق د يوۀ مهم مرکز په توگه هم گڼل کيږي . دغه ولايت له ايران سره لويه پوله لري .

په دې وروستيو کې افغان ولسمشر حامد کرزي ويلي و چې مخدره توکي په افغانستان کې د دۀ په وينا د ترهگرۍ د پالنې او ملاتړ وسيله ده .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت