BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 08:59 گرينويچ 2006 ,08 سپتمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د فراه چاودنې ٤ ايټاليايي سرتيري ټپيان کړل

فراه
د افغانستان په لويديځو ولايتونو کې فراه په پرتلييزه توگه ارام بلل کيږي
د افغانستان د فراه په ولايت کې د يوې چاودنې له امله څلور ايټاليايي سرتيري ټپيان شوي دي چې د چارواکو په وينا يې درملنه روانه ده او وضعيت يې ښه بلل شوى دى .

دغو سرتيرو د ولايتي بيا رغاونې يا پي ار ټي په ډله کې کار کاوۀ. فراه د افغانستان په لويديځو ولايتونو کې په پرتلييزه توگه ارام ولايت گڼل کيږي .

د دغه بريد پړه چا تر اوسه په غاړه نه ده اخيستې خو افغان چارواکي دغه ډول پېښې له وسله والو طالبانو سره تړي چې عمومآ يې دوى د افغانستان دښمنان بولي .

د فراه مرکز ته نژدې د شوې دغې چاودنې نور جزييات تر دې دمه نشته .

بل پلو د کندهار او سپين بولدک تر منځ پر لويې لارې د يوۀ ځانمرگي بريد له امله يوازې بريد کوونکى وژل شوى خو نور تاويان يې نه دى اړولى .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت