|
په کابل او کندهار کې ځانمرگي بريدونه شوي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
په پلازمېنه کابل او سويل لوېديځ ولايت کندهار کې د دوو ځانمرگو بريدونو له امله يو ماشوم وژل شوى او اته تنه نور ټپيان دي . د دغو چاودنو له ډلې نه يو هم هغه ځانمرگى بريد و چې د کابل- جلال اباد په لويه لاره شوى . په کابل کې د ايساف د ځواکونو د وياند په وينا، په بريد کې پنځه کسان ټپيان شوي دي، خو د ژوبلو کسانو د هويت په اړه يې څه نه دي ويلي . په کندهار کې د بمي چاودنې په اړه، چې يو افغان چارواکى يې ځانمرگى بريد بولي، يو ماشوم وژل شوى او دوه تنه عام وگړي ژوبل شوي دي. ځانمرگي بريد کوونکي هغه مهال ځان د کابل -جلال اباد په لويه لاره وچاوه چې د امريکې د سفارت د موټرو کاروان له سيمې تېرېده. په کابل کې د پوليسو په وينا په پيښه کې هيڅ يو افغان ته ځاني زيان نه دى اوښتى. هغوى يوازې د امريکې د سفارت د دوو موټرو د ويجاړېدو خبره کوي ، خو په کابل کې د سوله ساتو ځواکونو ايساف وياند ټام کولينس په پېښه کې د پنځو تنو ژوبليدل تائيدوي ، خو د ژوبلو شويو کسانو د هويت په اړه څه نه وايي. هغه وويل: (( د موټرانو هغه کتار چې په دغې لارې تېرېدۀ په کابل کې ىې د امريکې له سفارت سره تړاو درلود، خو په دغه کتار کې د امريکې سفير نه و . يوسپين کرولا ډوله گاډى د کتار د لومړي موټر سره وجنگول شو او چاودنه وشوه. هغه معلومات چې زموږ په لاس کې دي هغه دا دي چې په بريد کې پنځه کسان ژوبل شوي او د يو تن ټپي شوي کس روغتيايي حالت نازک ښودل شوى دى .(( له پېښې وروسته پوليسو سيمه کلابند کړه او داسې ويل کېده چې په ځانمرگي پورې تړلي ټول توکي نه وو چاودېدلي . په سيمه کې عيني شاهدانو چاودنه ډيره زوروره بلله او د مرگ ژوبلې په اړه يې هم بېلابيلې شميرې په گوته کولې . افغانستان ته د امريکې د مرستيال ولسمشر ديک چيني د سفر پر مهال د بگرام هوايي اډې ته نژدې ځانمرگى بريد شوى و، چې پکې گڼ شمير افغانانو ته مرگ ژوبله اوښتې وه . تر هغه بريد وروسته دا دوهم ځانمرگى بريد دى چې په کابل کې شوى دى. لومړۍ چاودنه د کندهار ښار شمال لوېديځ ته د چاوڼۍ په سيمه کې شوې چې چارواکي يې د زړو ناچاوده توکو له امله بولي او په پايله کې يې يو ماشوم وژلى او دوه کسه نور ټپيان دي . د دوهمې چاودنې خبر لومړى وسله والو طالبانو ورکړ او ادعا يې دا وه چې د پنجوايي په ولسوالۍ کې يې په بهرنيو ځواکونو د ريموټ کنترول په مټ بمي بريد کې نړيوالو ځواکونو ته مرگ ژوبله اړولې ده. هغوى وايي چې له دې وروسته د ښکېلو غاړو تر منځ د سپکو وسلو ډزې هم تېرې بيرې شوې دي. خو د کورنيو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې دغه بريد ځانمرگى بلل شوى . د خبر پاڼې په ليکنه په بريد کې پخپله ځان مرگى وژل شوى، خو بل هيچا ته زيان نه دى اوښتى. | ورسره تړلي نور خبرونه د پکتيکا ځانمرگي بريد ١٥ کسه ووژل26 نومبر, 2006 | خبرونه د کندهار ځانمرگي بريد ٢ بهرني سرتيري ووژل27 نومبر, 2006 | خبرونه د کندهار ځانمرگي بريد ٤ کسه ووژل03 دسمبر, 2006 | خبرونه پاچا خان ځدراڼ له ځانمرگي بريده روغ پاتې شو22 دسمبر, 2006 | خبرونه دخوست د سه شنبې ځانمرگي ٧ ټپيان کړي23 فبروري, 2007 | خبرونه د ننگرهار په بريد کې ١٦ وژل شوي04 مارچ, 2007 | خبرونه کندهار کې دوه ځانمرگي بريدونه شوي دي08 مارچ, 2007 | خبرونه په فراه ولايت کې ځانمرگي يو پوليس وواژۀ11 مارچ, 2007 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||